
ټاپي پروژه کې د هرات د ګازو ونډه زیاتېږي
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس وایي، په ټاپي پروژه کې د هرات د ګازو ونډه له ۵۰۰ میلیون متر معکبو ۴،۳ میلیاردو مترو مکعبو ته لوړه شوې ده.
شفیع اعظم ویلي چې دا ونډه له ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ۴.۳ میلیارده متر مکعب ته لوړه شوې، چې د ده په وینا د هېواد د انرژۍ په پلان جوړونه کې یو مهم بدلون بلل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د برېښنا پر ځای د ګاز کارول کولای شي د انرژۍ لګښتونه له ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې راکم کړي او په صنعتي او ښاري برخو کې د انرژۍ اقتصادي استعمال ته زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، میرشاکر یعقوبي په دې برخه کې داسې وايي: « که د انرژۍ لګښت له ۱۵ تر ۲۵ سلنې راکم شي، نو دا به په مستقیم ډول د کورنیو تولیداتو پر بیو، د فابریکو پر سیالۍ وړتیا او د خلکو د ژوند پر لګښت اغېز ولري. په پراخه کچه، دا پروژه کولی شي د افغانستان د ترانزیتي عوایدو د لوړېدو لامل هم شي.»
دغه راز نوموړي ویلي چې د دې پروژې لومړۍ برخه به په هرات ولایت کې د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.
د هغه په وینا، ان که یو میلیارد متر مکعب ګاز هم وکارول شي، کولی شي هر کال نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالر سپما رامنځته کړي او تر ۲۰۰ زره پورې کاري فرصتونه برابر کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د دې پروژې عملي کېدل د ښکېلو هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاري ته اړتیا لري.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالشکور هډه وال هم وايي: « باید د سیمې هېوادونه او په پروژه کې ښکېل لوري، په ځانګړي ډول پاکستان او هند، د دې د عملي کېدو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، څو دا پروژه بشپړه شي او د سیمې هېوادونه او خلک ترې ګټه واخلي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې د ټاپي د ګاز نللیکې کار دا مهال له ۲۵ کیلومتره څخه ډېر غځول شوی دی.
ټاپي پروژه د سیمې له مهمو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي او کولی شي افغانستان د انرژۍ د ټرانزیټي لارې په توګه لا پیاوړی کړي.
لومړی نظر وکړئ on "ټاپي پروژه کې د هرات د ګازو ونډه زیاتېږي"