ټاکل شوې د م.م د امنیت شورا سبا د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا سبا شپه (چهارشنبې، د لیندۍ پر ۲۹مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ یا یوناما رییسه رزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په هکله وینا وکړي.

په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت د بحث اصلي موضوع‌ګانې وي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په یوې اعلامیه کې ویلي و:«د روان زیږیز کال په ډسمبر میاشت کې به امنیت شورا د افغانستان په تړاو د چمتو شوي درې میاشتني راپور په تړاو غونډه جوړه کړي. په پام کې ده چې د یوناما مشره، رزا اوتونبایوا، د لاګسکا حوزې سفیر، په ۱۹۸۸ کې پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د کمېټې رییس او د مدني ټولنې یو غړی هم په دغه غونډه کې خبرې وکړي او په پام کې ده چې له دغې توجیهي غونډې وروسته د هغوی ترمنځ بېلابېل لیدلوري هم تبادله شي.»

یوناما له تېرو څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو پر نقض نیوکه کوي.

د ښځو د حقونو چارو فعاله ثریا پیکان په دې هکله څرګندوي:«د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په هکله به هم خبرې وشي او همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ پر څوکۍ به هم بحث او په دې هکله به پرېکړه‌لیک صادر شي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی واحد فقیري وايي:«فکر کوم چې د دغې غونډې جوړېدل به مثبت او د افغانستان په ګټه به وي، د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانونو په اجنډا کې د افغانستان شاملېدل په دې معنا دي چې افغانستان هېر شوی نه‌دي.»

اسلامي امارت چې تر دې وړاندې یې په ورته غونډو نیوکه کړې وايي چې په دې غونډه کې باید د افغانستان واقعیتونه منعکس شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هغه پرېکړې او بحثونه چې د افغانستان په تړاو کېږي، باید واقع‌بینانه وي. موږ په افغانستان کې ډېر پرمختګونه لرو. امنیت تامین دی، اقتصاد غوړېدلی او نور مثبت ګامونه هم اخیستل شوي دي.»

تر دې مخکې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د استازي حضور یوه اړتیا بللې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټاکل شوې د م.م د امنیت شورا سبا د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*