ټایګر ۳؛ د هند او پاکستان استخباراتي کړنو په اړه د سلمان خان نوي فلم کې ځانګړي څه دي؟

ټایګر ۳

د بالیووډ “سلطان” سلمان خان “ټایګر ۳” فلم د یکشنبې په ورځ د هندوانو تر ټولو مشهور جشن “دیوالي” په ورځ د هند په سینماګانو کې په پراخه کچه نندارې ته وړاندې شو.

له مخکې د ټکټونو اخیستلو د شمېر له پلوه، دا تر اوسه د سلمان خان درېیمه ستره پرانیسته بلل کېږي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دغه فلم په هند کې په لومړۍ ورځ ۴۰۰ میلیونه هندي روپۍ ګټه کړې، په داسې حال کې چې تر دې مخکې د سلمان خان فلم ‘بھارت’ ۴۲۰ میلیونه او پریم رتن دھان پایو څه باندې ۴۰۰ میلیونه کلدارې ګټلې وې.

د فلمونو مشهور کره کتونکی او د فلم د سوداګرۍ کارپوه ترن ادرش پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، د دې فلم ۲۷۱۰۰۰ ټکټونه پلورل شوي، په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ (نن) تر ۱۰۰۰۰۰ زیات ټکټونه مخکې له مخکې اخیستل شوي دي.

د هغه په وینا دا فلم په ځانګړې توګه د شپې ۱۲ بجې نندارې ته وړاندې شوی دی. تر دې وړاندې په ممبۍ کې هېڅکله د فلم لیدلو لپاره دومره لیوالتیا نه وه.

د یش راج فلمز تر چتر لاندې جوړ شوی دا فلم د ادیتیا چوپړا لخوا جوړ شوی او د دې فلم لارښود یا ډایرېکټر منیش شرما دی.

په دې فلم کې د سلمان خان تر څنګ کترینه کېف او عمران هاشمي هم لوبېدلي. او دا په ۲۰۱۷ کال کې د “ټایګر زنده هی” فلم دویم پړاو بلل کېږي.

دا فلم هم د لومړي فلم په څېر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) او د هند اتخباراتو (را) تر منځ د پټو پروژو پر کیسې ولاړ دی. په فلم کې سلمان خان د هندي جاسوس رول لوبولی او عمران هاشمي د پاکستاني ادارې د مشر رول لوبولی دی.

په دې فلم کې د هند بل فلمي ستوري شاه رخ خان چې د بالیووډ پاچا بلل کېږي، یو کوچنی رول لري.

بالیووډ

دغه راز بل فلمي ستوری ریتک روشن هم د مېجر کبیر دهلیوال په رول کې د میلمه په توګه راڅرګند‎ېږي. دا فلم چې په هندي، تامیل او تیلګو ژبو جوړ شوی د یکشنبې په ورځ د هند په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

په ټولنیزو رسنیو کې له ډېرې مودې راهیسې د دغه فلم په اړه ګونګوسي روان وو او د سلمان خان مینه وال دې فلم ته په تمه وو.

د شاه رخ او سلمان خان مینه وال تل هڅه کوي چې له یو بل څخه مخکې شي، داسې لکه په فوټبال کې د میسي او رونالډو مینه وال او یا هم په کرېکټ کې د ویرات کوهلي او روهیت شرما مینه وال یو د بل په پېغورونو کولو لیدل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ټایګر ۳ فلم هشټګ د هغه له اعلانونو سره ډېر خپور شوی دی. او له تېرې ورځې راهیسې مینه وال د فلم د کیسې او لوبغاړو په اړه خبرې کوي.

د سني شاینس په نوم یوه کاروونکي د فلم په اړه د لوړ پوړي ژورنالیست ابهیسار شرما نظر شریک کړی او لیکلي یې دي “کله چې د اکشن فلمونو خبره راځي سلمان خان د بالیووډ رسمي پلار دی. هیڅوک نشي کولای له هغه سره سیالي وکړي.”

ابهیسر شرما وايي، له ډیرې مودې وروسته مې داسې یو فلم ولید چې د یوې شیبې لپاره مې هم له پردې سترګې پټې نه کړې. ایا دا فلم د پټان څخه ښه دی؟ یقینا له پټان څخه غوره دی. دا نه یوازې د پټان پرتله ښه دی، ان له ټولو هغو اکشن فلمونو خورا ښه دی چې سږکال تر دې دمه راوتلي دي.

ټایګر ۳

ټایګر ۳

ځینې مینه وال یې دا د جاسوسي فلمونو تر ټولو غوره کیسه بولي، خو ځینې خلک دا د سلمان خان تر ټولو غوره اکشن فلم هم ګڼي. په همدې حال کې د سلمان خان مینه وال له سینما بهر او دننه د هغه د فلم لمانځنه کوي او ویډیوګانې یې خپرېږي.

سلمان خان د بالیووډ هغه لوبغاړی دی چې تر ټولو زیات فلمونه یې تر یو میلیارد کلدارې ګټلي. په دې ورځو کې د هندي فلمونو له یو میلیارد کلدارو څخه زیات کاروبار د بریا یوه نوې کچه بلل کېږي.

په فلم کې یوازې د سلمان خان شتون د فلم بریالیتوب تضمینوي، ځکه سلمان خان لا له وړاندې “د چا ورور او د چا روح” ګڼل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټایګر ۳؛ د هند او پاکستان استخباراتي کړنو په اړه د سلمان خان نوي فلم کې ځانګړي څه دي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*