ننګرهار: يوه کس خپله مېرمنه وژلې او ۳ اولادونه یې ټپیان کړي

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تېره شپه يو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي، چې له امله يې مېرمن وژل شوې او دوه زامن او يوه لور يې ټپیان شوي دي.

ځايي سرچينو رسنیو ته دغه پېښه او د مرګ ژوبلې ارقام تایید کړي، خو وايي د پېښې عامل له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

ويل شوي، چې د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي .

د ځايي چارواکو هم ياده پېښه تاييد کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ويلي.، په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين پراخ شوی، چې د کورني تاوتریخوالي کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تېره شپه يو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي، چې له امله يې مېرمن وژل شوې او دوه زامن او يوه لور يې ټپیان شوي دي.ځايي سرچينو رسنیو ته دغه پېښه او د مرګ ژوبلې ارقام تایید کړي، خو وايي د پېښې عامل له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.ويل شوي، چې د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي .د ځايي چارواکو هم ياده پېښه تاييد کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ويلي.، په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين پراخ شوی، چې د کورني تاوتریخوالي کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ننګرهار: يوه کس خپله مېرمنه وژلې او ۳ اولادونه یې ټپیان کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*