پاپ اسرائیل او حماس ته په خطاب کې: ‘د خدای په خاطر‏’ اوربند وکړئ

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې د سمدستي پای ته رسولو، غزې ته د بشري مرستو د استولو او له ټپیانو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

پاپ د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) وویل: “تل د فلسطین او اسرائیل د وضعیت په اړه فکر کوم، چیرته چې خلکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تاسو ته التجا کوم چې د خدای په خاطر اوربند وکړئ.”

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر وویل: “هیله لرم چې د دې جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره به ټولې هڅې وشي. ټپیان وژغورل شي او د غزې خلکو ته چې وضعیت خورا کړکیچن دی، مرستې ورسول شي.”

هغه همداشان د حماس ډلې څخه وغوښتل چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي. پاپ وویل: “راځئ د ماشومانو په اړه فکر وکړو، هغه ماشومان چې په دې جګړه کې بند پاتې دي، د اوکراین او نورو شخړو په څیر، د هغوی راتلونکی د له منځه تللو په حال کې ده.”

د اکټوبر د میاشتې د اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پیل شوی تر اوسه د اسرائیلي مقاماتو په وینا په اسرائیل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ زیات کسان یرغمل نیولي دي.

پر اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو پر غزه هوایي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا له ۹۸۰۰ زیات فلسطینیان په کې وژل شوي دي چې اکثر یې ماشومان او ښځې دي. او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

پاپ فرانسیس تر دې مخکې هم غزې ته د مرستو رسولو لپاره د بشردوستانه دهلیز د جوړولو او همدا راز د اوسني کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو د سیاسي حل – اسرائیل او فلسطین – د جوړولو غوښتنه کړې وه.

پاپ فرانسیس وویل، چې د نن ورځې د دعا په مراسمو کې یې د نیپال د زلزلې د قربانیانو، افغان کډوالو او په ایټالیا کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو لپاره هم دعا وکړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاپ اسرائیل او حماس ته په خطاب کې: ‘د خدای په خاطر‏’ اوربند وکړئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*