پاکستاني طالبانو سوېلي وزیرستان شپږ پاکستاني پوځيان وژلي

د پاکستان سوېلی وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د پوځ پر یوه کاروان برید کړی چې شپږ پوځیان او څلور بریدګر پکې وژل شوي وي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای ایس پي ار) په وینا، د سوېلي وزیرستان اسمان منزه سیمه کې د پوځیانو او اورپکو ترمنځ متقابلې ډزې شوې چې څلور بریدګر پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پوځ وايي د متقابلو ډزو پرمهال شپږ پوځیان هم وژل شوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک له ادرسه یوه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د دوی جنګیالیو (تیارزه) سیمه کې “سپین مسجد” ته څېرمه د پوځ پر دوو ګاډو برید کړی چې په وینا یې لږ تر لږه “۱۸ پوځیان پکې وژل شوي او څلور ټپیان شوي. زموږ جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.”

د ټي‌‌ټي‌پي د ویاند محمد خراساني له ادرسه په اردو ژبه یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ د خپلو وژل شویو پوځیانو د مړو لېږدولو لپاره د برید سیمې ته چورکې استولې او هلته یې “پر عامو خلکو ډزې کړې دي”.

کومې رسمي سرچینې د ۱۸ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو خبر نه دی تایید کړی.

بلوچستان کې او وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ وخت-ناوخت بریدونه کېږي.

په تېره جولای میاشت کې هم د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې ژوب کې ۱۲ پوځیان او اوه وسله والو وژل شوي وو.

تېره ورځ د افغانستان حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي وو، د ټي‌ټي‌پي‌ مسله د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، که غواړي حل کولی یې شي.

سراج الدین حقاني ارزګان ته د سفر پر مهال ویلي، د پاکستان ستونزه له دوی سره نه، بلکې کورنۍ موضوع ده او دا چې پاکستان يې باید پخپله د حل لپاره ګامونه واخلي.

د یادونې ده چې په افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د دواړو لورو د ناندریزو څرګندونو تر سیوري لاندې دي.

کابو میاشت وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په روښانه ټکو تور لګولی و چې “هغه ترهګر چې د پاکستانیانو وینې یې تویې کړې دي، د افغانستان په خاوره کې دي”.

خو افغانستان حکومت په وار وار دا تورونه رد کړي او وايي هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

منبع

1 Comment on "پاکستاني طالبانو سوېلي وزیرستان شپږ پاکستاني پوځيان وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*