پاکستان: د ایمان زينب مزاري پر نيول کېدو نيوکې دوام لري

آرشیف انځور په بنوو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ غونډه
آرشیف انځور په بنوو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ غونډه

پوليسو په اسلام آباد پاکستان کې د بشري حقونو وتلې فعاله ايمان زينب مزاري نيولې ځکه چې د چارواکو په خبره يې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاريون کې د ځواکمن پوځ پرضد خبرې کړې دي. داسې ښکاري چې علي وزير هم ښايي نيول شوی وي.

ويل کيږي چې د پاکستاني پوليسو يوه لويه ډله د ايمان زينب مزاري کور ته په زور ننوتلې او د اتوار يا يکشنبې ورځې په سهار يې مېرمن مزاري له ځانه سره بيولې ده. دغه خبره د هغې مور او پخوانۍ د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري کړې ده. د هغې په خبره د لور نيول کېدل يې د »دولتي تعصب« پرته بل هيڅ څه نه دي.

امنيتي سرچينو ويلي چې ايمان زينب مزاري په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاريون پرمهال د يوې وينا له کبله نيول شوې چې په کې يې د پوځاو امنيتي ځواکونو پرضد خبرې کړې وې. د مزاري پرته د نورو فعالانو په وړاندې هم اقدامات شوي دي.

علي وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر دی، له دوو کلونو زيات وخت په زندان کې تېر کړی ځکه چې پر پوځ يې نيوکې کړې وې. داسې ښکاري چې هغه اوس بيا نيول شوی دی.

  دپښتون ژغورنې غورځنګ په ښکاره د پاکستان پر پوځ د ملکي خلکو د ورک کېدو پړه ور اچوي چې پوځ دغه خبره ردوي. د بشري حقونو د فعالانو نيونو په ټول پاکستان کې غوسه راپارولې ځکه چې دغه اقدام د بيان آزادۍ په وړاندې يوه هڅه بلل کيږي.

د ټولنيزو رسنيو په اېکس نومې شبکه کې هم ډېرو خلکو دغه کار غندلی دی چې د #ReleaseImaanMazari هېش ټېګ اوس ډېر لاس په لاس کيږي. د پاکستان د بشري حقونو کميسيون (HRCP) د فعالانو نيونه غندلې او وايي چې هغه »د هغو خلکو په وړاندې چې د بيان او راغونډېدو آزادۍ څخه استفاده کوي، د دولت له لوري يوې پراخې تاوتريخجنې تګلارې ته اشاره ده.«

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان: د ایمان زينب مزاري پر نيول کېدو نيوکې دوام لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*