پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د دغه هېواد حکومت باید په سملاسي ډول د افغانانو له ځورولو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۳،۷ میلیونه افغانان میشت دي او حکومت باید د دغو کډوالو د نیولو بهیر ودروي.

 تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ له افغانانو سره د پاکستاني حکومت د وروستي چلند په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی و او د افغانانو نیول‌کېدل یې غندلي ول. 

په وروستیو کې یو ځل په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی او د سلګونه افغانان د قانوني اسنادو د نه‌لرلو په پلمه د یاد هېواد بندخونو کې ته اچول شوي دي.

د راپورونو له مخې چې په نیول‌شویو افغان کډوالو ښځې، ماشومان او سپینږیري هم شامل دي. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*