پاکستان کې د ریل ګاډي چپه کېدو پیښه کې د مړو شمېر ۳۴ ته ورسید

دا ریل ګاډی له کراچۍ څخه ایبټ اباد ته روان و چې له پټلۍ واوښت.
دا ریل ګاډی له کراچۍ څخه ایبټ اباد ته روان و چې له پټلۍ واوښت.

د پاکستان په سند ایالت کې پلټونکو د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۶) د هغه چپه شوي ریل ګاډې پاتې شونې پلټل چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي دي.

دا د پاکستان د څو لسیزو زاړه اور ګاډي سیستم وروستۍ مرګانۍ پیښه ده.

د دغه هېواد د ریل پټلۍ وزیر خواجه سعد رفیق د یکشنبې په ورځ په پیښې کې د ۳۰ تنه سپرلیو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

ښاغلي رفیق خبریالانو ته وویل، “دا ډېره لویه حادثه ده، د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او لږ تر لږه ۳۰ مسافر مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي. د ژغورنې نورې ډلې هم سیمې ته استول شوي دي.”

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه د سند ایالت په نوابشاه ښار کې د ریل ګاډي د سهارا سټیشن ته څېرمه شوې ده.

د ریل ګاډي یو چارواکي، محسن سیال، د “هم نیوز” ته وویل، “هزاره ایکسپریس له کراچۍ څخه ایبټ اباد ته روان و چې اته ډبي [کابینونه] یې له پټلۍ څخه وتلي دي.”

د اور ګاډي یو صوبايي چارواکي اعجاز شاه د فرانس پرس اژانس ته وویل چې په پېښه کې یو شمېر مسافر مړه شوي او د ژغورنې ریل ګاډی سیمې ته استول شوی دی.

په ځایي رسنیو کې خپاره شوي عکسونه د پیښې په ځای کې په لسګونو کسان ښیې چې یو شمیر یې د ریل ګاډي د کړکیو په ماتولو سره د مسافرینو سره مرسته کوي چې له چپه شوي ریل ګاډي څخه راووځي.

د ۲۰۲۱ کال په جون کې دوه ریل ګاډي د سند ایالت ډهرکي ته نږدې ټکر شول چې لږ تر لږه ۶۵ کسان یې ووژل او شاوخوا ۱۵۰ نور یې ټپیان کړل.

د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر میاشت کې د «تیزګام ایکسپریس» اور ګاډي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۷۵ مسافر سوځېدلي وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۵ کال کې ددې هیواد په گھوټکي کې د دوو اور ګاډو ټکر له ۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې د ریل ګاډي چپه کېدو پیښه کې د مړو شمېر ۳۴ ته ورسید"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*