پاکستان کې د وسله والو په برید کې یو پولیس مړ شوی

وسله والو د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسین پر کارکوونکو برید کړی، یو پولیس وژل شوی او یو بل زخمي شوی دی.

پېښه د جمعې په ورځ ډسمبر اوله (لیندۍ لسمه) د ملک دین خلیو په قبایلي سیمه کې رامنځته شوې ده چې پخوا د طالبانو د پټنځایونو په لرلو مشهوره وه.

د ضلعې د پولیسو مشر سلیم خان کلاچي فرانس پرس ته وویل: “دوو وسله والو چې په موټر سایکل سپاره وو، پر پولیسو ډزې وکړې چې د پولیو د واکسین د ټیم ساتنه یې کوله… يو پوليس په سيمه کې مړ او بل لږ ټپي شو.”

د پولیسو دغه مشر وویل چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال ووژل شو.

پاکستان او افغانستان یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو (ګوزڼ) تازه پیښې پکې ثبت شوي دي. د واکسيناسيون ټيمونه په مکرر ډول د وسله والو لخوا په نښه کېږي.

ځايي پوليس چارواکي ظهير احمد اپريدي هم دغه جزئيات تائيد کړي او زياته کړې يې ده، چې روغتيايي کارکوونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

پاکستان د دوشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې هدف یې د هیواد په ډیرو برخو کې د ۴۴ میلیونو نه زیات ماشومان واکسین کول دي.

په سمدستي توګه ددغه بريد مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو په تيرو وختونو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون اسلام پاله تندلارو ګڼ شمېر د پوليو واکسيناسيون کارکوونکي او د هغوی امنيتي ساتونکي وژلي دي.

د واکسین پر ضد د اسلامپالو مخالفت وروسته له هغه زیات شو چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د مرستې لپاره د واکسین جعلي کمپاین تنظیم کړ.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځه پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د پولیو د له منځه وړلو د نړیوالې مبارزې د معلوماتو له مخې، ۲۰ پېښې ثبت شوې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې د وسله والو په برید کې یو پولیس مړ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*