پاکستان کې پر یو امنیتي مرکز وسله وال برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، په لسګونو وسله والو د دوشنبې په سهار ددغه هېواد په شمال کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او لږ تر لږه ۱۰ پولیس افسران پکې ووژل شول.

د فبروري پنځمې (سلواغې ۱۶) دا برید په پاکستان کې د عمومي ټاکنو یوازې څو ورځې وړاندې شوی. د ټاکنو پر کاندیدانو او د هغوی پر ملاتړو باندې تراوسه په لسګونو بریدونه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور وویل: “تر ۳۰ زیاتو ترهګرو له دریو خواو برید وکړ. دوه نیم ساعته جګړه روانه وه.”

هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د چودوان د پولیسو پر مرکز په دغه برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او څلور نور زخمیان دي.

پاکستاني طالبان، اسلامي دولت (داعش) او نورې ډلې د خیبر پښتونخوا په سرحدي سیمو کې له کلونو راهیسې پر حکومتي ودانیو او امنیتي اهدافو بریدونه کوي او همدا راز ملکي وګړي په نښه کوي.

ګنډاپور فرانس پرس ته وویل چې برید کوونکو د دوشنبې په سهار د لنډې مودې لپاره د پولیسو د مرکز کنټرول ترلاسه کړ.

د پاکستان پوځ وايي تېره اوونۍ لږ تر لږه ۲۴ وسله وال هغه مهال ووژل شول چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پاکستان په جنوب لوېديځ کې په يوه لرې پرته سيمه کې پر دولتي تاسيساتو بريدونه پيل کړل.

په دې برید او ورپسې د لټون په عملیاتو کې څلور امنیتي منسوبین او دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د “بلوچستان د ازاۍ پوځ” په نامه بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر ټولنیزو رسنیو په یو بیان کې د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون تېره اوونۍ د امنیتي چارواکو سره له بیړنۍ غونډې وروسته اعلان وکړ چې ټولټاکنې به له پلان سره سم د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په اتمه تر سره شي.

په ټول هېواد کې د رای اچونې د مرکزونو د امنیت خوندي کولو دپاره په زرګونو امنیتي پرسونل ګومارل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې پر یو امنیتي مرکز وسله وال برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*