پر کورنیو تولیداتو ټينګار؛ د ابو علي سينا دویم نندارتون پایته ورسېد

💬0

پر کورنیو تولیداتو ټينګار؛ د ابو علي سينا دویم نندارتون پایته ورسېد

په کابل کې د ابوعلي سینا بلخي دویم ملي او نړيوال نندارتون نن (جمعه) پای ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزیر د دې نندارتون د پای په مراسمو کې د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا او د روغتیایي محصولاتو د کیفیت او کمیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي په خپلو خبرو کې و ویل: « له سوداګرو، هېوادوالو او هغو افغان پانګوالو څخه چې له هېواده بهر دي، زموږ غوښتنه دا ده چې د کورنیو تولیداتو، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي. همداراز له کورنیو تولیدوونکو غواړو چې معیار او کیفیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي، او له خلکو او روغتونونو هم غوښتنه کوو چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.»

مسوولین وایي چې دغه نندارتون د سوداګرو، صنعتکارانو او عامو خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شو او صنعتکاران او سوداګر یې د هېواد ویاړ وبلل.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، حمدالله زاهد هم و ویل: « موږ د روغتیا، درملو او نورو برخو کې ښې اسانتیاوې او خدمات لرو، او هڅه کوو چې هېوادوال هم له دغو خدماتو څخه ګټه واخلي.»

د دې نندارتون د پای په مراسمو کې د ګډون کوونکو شرکتونو ترمنځ یو شمېر سوداګریز قراردادونه هم لاسلیک شول.
یو شمېر غرفه لرونکي وایي چې د خپلو تولیداتو او خدماتو د معرفي کولو ترڅنګ توانېدلي د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره نوي تفاهمونه او قراردادونه ترلاسه کړي.

غرفه لرونکی، کمال ‌الدین کاکړ داسې و ویل: « نندارتون ډېر ښه و، ځکه هغه خلک او روغتونونه چې زموږ غرفو ته راغلي وو، زموږ له تولیداتو سره بلد شول، او موږ خپله له درېیو روغتونونو سره تړونونه هم لاسلیک کړل.»

یو بل غرفه‌ لرونکی، ګل ‌احمد ظریفي هم وايي: « دا د ټولو خلکو لپاره ډېر مهم دي؛ دا ډول نندارتونونه زمینه برابروي څو هېوادوال خبر شي چې افغانستان د روغتیا په برخه کې کوم ظرفیتونه لري او کوم تولیدات په هېواد کې دننه تولیدېږي.»

دغه نندارتون په داسې حال کې پای ته رسېږي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د تولیدي کارخونو شمېر زیات شوی دی.
د شمېرو له مخې، اوس په هېواد کې ۱۳۰ د درملو تولیدي کارخونې فعالیت لري او ۱۱۷۰ ډوله درمل او روغتیایي محصولات هم ثبت شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پر کورنیو تولیداتو ټينګار؛ د ابو علي سينا دویم نندارتون پایته ورسېد"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*