پنتاګون: عراق او سوریه کې پر امریکایي ځواکونو ۲۷ ځلې بریدونه شوي

د پنتاګون مطبوعاتي سکرتر جنرال پاټ رایډر د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) وویل، په عراق او سوریه کې په وروستیو ورځو کې د متحده ایالاتو په ځواکونو په داسې حال کې لږترلږه ۲۷ ځله د بې پیلوټه الوتکو یا توغندیو بریدونه شوي، چې متحده ایالات نور ځواکونه سیمې ته استولي دي.

د جنرال رایډر په وینا ددغو بریدونو څخه لږترلږه اوه بریدونه وروسته له هغه وشول چې د جمعې په سهار وختي د متحده ایالاتو ځواکونو د سوریې په ختیځ کې دوه تاسیسات په نښه کړل چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قول اردو او د هغه د اړوندو ډلو لخوا کارول کیدل.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین په یو بیان کې وویل چې د متحده ایالاتو دغه بریدونه پر امریکایي ځواکونو د پخوانیو بریدونو په غبرګون کې شوي او “په لنډ توګه په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو د پرسونل د ساتنې او دفاع په مقصد شوي وو.”

د امریکا د دفاعی مقاماتو په وینا، د تیرې جمعې په ورځ د متحده ایالاتو د غچ اخیستونکو بریدونو څخه وروسته پر امریکایي ځواکونو باندې هیڅ یو برید مرګ ژوبله یا زیان نه دی اړولی.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي چې د امنیتي حساسیتونو له امله یې د نوم د نه ښودلو په شرط له VOA سره خبرې کولې وویل، وروستی برید د دوشنبې په ورځ وشوه او د عراق په لویدیځ کې د الاسد هوايي اډې د په نښه کولو لپاره یې له یو اړخیزو بې پیلوټه الوتکو څخه کار واخیست.

پنتاګون

همداشان د دوشنبې په ورځ د الاسد [هوایي اډې باندې] په یو بل برید کې څو توغندي وکارول شول، او توغنديو د سوریې په ختیځ کې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو دوه مرکزونه هم په نښه کړل، چې یو مرکز یې د ګرین کلي په نوم یادیږي او بل یې د یوفرات په نامه د ماموریت د ملاتړ ساحه ده.

د امریکايي چارواکو په وینا، د تیرې یکشنبې په ورځ د الشدادي ښار ته څېرمه په یوه اډه کې د امریکايي ځواکونو پر ضد یو اړخیزه بې پیلوټه الوتکه وکارول شوه.

جنرال رایډر وویل چې پنټاګون د منځني ختیځ سیمې ته ۳۰۰ نور سرتیري لیږي چې “د سیمه ایزو ګواښونو د مخنیوي هڅو ملاتړ وکړي او د متحده ایالاتو د ځواکونو د ساتنې ظرفیتونه نور هم پیاوړي کړي.” خو جنرال رایډر زیاته کړه چې «دغه سرتیري اسرائیل ته نه ځي.»

رایډر او نورو مقاماتو د متحده ایالاتو پر ځواکونو د وروستیو بریدونو پړه په هغو وسله والو اچوي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي. پنتاګون

رایډر تیره اونۍ ویلي وو چې: “موږ پوهیږو چې دا د ایران له ملاتړ څخه برخورداره ملیشې ډلې دي چې ایران یې ملاتړ کوي او البته چې موږ د دې ډلو په هکله ایران مسؤل ګڼو.”

له بلې خوا د سه شنبې په ورځ د دفاع وزیر آسټن د کانګرس غړو ته وویل چې متحده ایالات د ځان لپاره په یو وخت او یو ځای کې د ځواب ویلو حق لري. هغه وویل، “که دا کار ونه دریږي، نو موږ به ځواب ووایو.”

په روانه اونۍ کې د امریکاغو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا وروستي بریدونه د دې نښه ده چې د متحده ایالاتو د مخنیوي هڅې کار نه کوي، د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي وویل چې: “په اوږدمهال کې د ایران هدف دا دی چې د متحده ایالاتو ځواکونه له سیمې څخه وتلو ته اړ کړي. هغه څه چې یې ګورم دا دي چې موږ لاهم هلته یو.” پنتاګون

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پنتاګون: عراق او سوریه کې پر امریکایي ځواکونو ۲۷ ځلې بریدونه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*