پنجاب کې د مذهب د سپکاوي د تور وروسته قهرجنو مظاهره چيانو څلور چرچونه سوځولي

د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور وروسته چرچ يا د مسيحيانو عبادتګاه سوځولې ده. پوليس ویلي په تورن تن یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې او په ښار کې د امنیت قابو کولو هڅې کوي.

د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه په جړانواله ښار کې د عمران بټی په نوم عيسايي مشر دعوه کړې، مظاهره چيانو څلور چرچونه سوځولي دي. هغه زياته کړه په کوم مسيحي يا عيسايي سويپر چې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی د هغه کور هم وران کړی شوی دی.

د رپورټونو ترمخه پوليسو په تورن تن د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې او ويل شوي تورن تن د جړانواله په سنېما چوک کې د پېغمبر اسلام [ص] او د قران سپکاوی کړی دی.

ویل شوي پوليس چې موقعې ته ورسېدل، هلته د قران پاڼې پرتې وې په سور قلم پرې د سپکاوي کليمي ليکل شوې او تورن تن تښتېدلی وو.

ويل شوي د پېښې وروسته قهرجن مظاهره چيان په چرچ ورغلي او اور یې ورته اچولی دی.

د بشف ازاد مارشل په نوم عيسايي مشر په اېکس يا پخواني ټويټر ويلي،

“مونږ بشف، پادريان او عام خلک فېصل اباد کې د جړانواله په پېښه غمجن يو. د قران د سپکاوي د درغجن تور په سر د چرچ ودانۍ وسوځول شوه. د بايل سپکاوی وشو مسيحيان ووهل وټکول او وځورول شو. مونږ د قانون نافذوونکو ادارو نه د تحفظ غوښتنه کوو”.

په ټولنيزو رسنيو د چرچ ورانولو ويډيوز هم خپرې شوي دي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د فېصل اباد په پېښه خفګان څرګند کړو او په اېکس یا پخواني ټوېټر خپل پېغام کي يې وویل د هغو خلکو خلاف به سخت ګامونه اخیستل کېږي چې د قانون خلاف ورزي کوي او اقلیتونه په نخښه کوي. هغه وویل دا یقین وړاندې کوي چې د پاکستان حکومت به د ټولو شهریانو سره د مساوات په بنیاد یو شان ودرېږي.

د رپورټونو ترمخه د فېصل اباد سره جوختې پرتې د پنجاب صوبې په بله ضلعه ټوبه ټېک سينګ کې په کال 2009م هم دغه ډول پېښه شوې او د مذهب د سپکاوي په تور د يو مسيحي کور سوځول شوی او بيا په بېلابيلو پېښو کې اووه مسيحيان وژل شوي وو.

د کال 2021م د سمبر په میاشت کې د پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې د سري لنکا وګړی پرينکا کمارا د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی وو.

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

پاکستان کې د ازادې څيړنيزې ادارې د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز ترمخه د 1947 نه د کال 2001 پورې په ملک کې د مذهب د سپکاوي په تور د عدالتونو لرې 18 ښځې او 71 سړي وژل شوي او تراوسه پورې 107 ښځې او 1308 سړو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

د ادارې د تېر کال د رپورټ ترمخه د کال 2011 نه 2021 پورې په 1287 کسانو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګېدلي او په يادو پېښو کې د 70فيصده تعلق د پنجاب صوبې سره وو.
[په خبر کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پنجاب کې د مذهب د سپکاوي د تور وروسته قهرجنو مظاهره چيانو څلور چرچونه سوځولي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*