
په افغانستان کې د انټرنېټي کڅوړو د بیو لوړېدو په اړه د خلکو اندېښنې
په داسې حال کې چې نړۍ ورځ تر بلې له انټرنټ سره وصلیږي، خو په افغانستان کې دا ورځې د مخابراتي شرکتونو له لوري د خلکو موبایلونو ته هغه پیغامونه رسېږي چې د انټرنېټي کڅوړو د بیو د لوړېدو خبر ورکوي. دا پیغامونه د ډېرو خلکو لپاره د نوې اسانتیا زېری نه، بلکې د لګښتونو د زیاتېدو خبر دی.
د کابل اوسېدونکي، محمد وسیم په دې اړه وویل: «که موږ پخوا په ۱۲۰۰ افغانیو ۳۰ جيبي انټرنېټ فعالاوه، اوس په همدې اندازه پیسو یوازې ۲۵ جيبي انټرنېټ فعالولی شو؛ سربېره پر دې، د انټرنېټ کیفیت هم کمزوری شوی دی.»
د ګڼو نیوکو ترڅنګ، یوې بلې موضوع هم د کاروونکو پام ځانته اړولی دی.
د مخابراتي شرکتونو د وېبپاڼو په کتلو سره ښکاري چې د ورته انټرنېټي بستو لپاره بېلابېل نرخونه ټاکل شوي دي؛ داسې توپیر چې د ډېرو خلکو له نظره د پوښتنې وړ دی.
هلال هم د کابل ښار اوسېدونکی دی چې وایي: «د لومړي ځل لپاره چې انټرنېټي بسته فعاله کړو، په لږو پیسو یې فعالولی شو؛ خو په راتلونکې میاشت کې وینو چې هماغه بسته په هماغه اندازه کریډیټ نه شو فعالولی، ځکه د بستو بیې لوړېږي.»
شهرام هم ورته نظر لري: «د ورځنیو بستو په برخه کې یو جيبي انټرنېټ د یوې ساعت لپاره ۲۰ افغانۍ و، خو اوس هماغه بسته ۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.»
له بلې خوا، د د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د خلکو دغو اندېښنو ته پاملرنه لري او ډاډ ورکوي چې شته ستونزې به وڅېړي او د خلکو شکایتونو ته به رسېدنه وکړي.
د دغه وزارت ویاند، عنایت الکوزي په دې اړه وویل: «د لا زیاتې څېړنې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې کړې دي او موضوع تر ارزونې لاندې ده. ځینو مخابراتي شبکو هغه نرخونه چې پخوا یې وړاندې کول، بېرته هماغو پخوانیو بیو ته راګرځولي دي.»
انټرنټ اوس مهال یوازې ډیجټلي اسانتیا نه؛ بلکې د خلکو د وصل یو اساس دی؛ خو دا پوښتنه به وخت ځواب کړي، چې ایا انټرنټ به د بیو له لوړېدو وروسته د خلکو د
وصل اساس پاتې وي او که نه؟
لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې د انټرنېټي کڅوړو د بیو لوړېدو په اړه د خلکو اندېښنې"