په افغانستان کې د برېټانیي ځواکونو د جنګي جنایتونو د پټو اړخونو راڅرګندېدل

یوې برېټانیۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو یوه جګپوړي غړي د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه د برېټانیا پولیسو ته معلومات ورکړي دي.

د سنډې ټایمز په راپور کې راغلي چې دغه برېټانیي افسر د یاد هېواد پولیسو ته د یوه پټ بکس د موجودیت په اړه خبر ورکړی چې په هغه کې په افغانستان کې د بریتانیا د هوايي ځواکونو د جنګي جرمونو اړوند اسناد ساتل کېږي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي:(په دغه قضیو کې د خدمت کوونکو سرتېرو د سترګو لیدلی حال، د بریټانیا د لومړي وزیر دفتر ته برېښنالیکونه، د کړکیچ په تړاو خبرداری او دغه راز د پلټونکو پولیسو ورځني یادښتونه شامل دي، یو کس چې نوم یې نه دې ښودل شوی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ افغانستان کې د بریټانیا د هوايي ځواکونو د بهرنیو عملیاتو مسوول وو.)

حقوق پوه، محمد اصف فقیري و ویل: “هغوی پخپلو هېوادونو کې خپله سزا ویني، جنایت یې کړی دی. دولت یې باید د وژل شویو کسانو کورنیو ته غرامت پرې کړي.”

که څه هم اسلامي امارت تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د دغو څېړنو پر خپلواکۍ باور نه لري او د بریټانیا پوځ د خپلو جنایتونو د توجیې کولو او عمومي ذهنیتونو د منحرف کولو لپاره پر درواغجنو څیړنو لاس پورې کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: “په افغانستان کې تر هغه ډير پراخ جنایت شوی چې ویل کیږي، دویم دا چې دغه جنایت له ۲۰۱۰ نه بلکې له ۲۰۰۱ پیل شوی او تر ۲۰۲۰ کال یې دوام کړی دی. دا قضیه یو بې پرې بنسټ او بې پرې څېړنې ته اړتیا لري. ځواب هم ورته باید دقیق ورکړ شي،. موږ پر دغو بهیرونو چې دوی یې پیلوي، باور نه لرو. افغانان پر دغو پروسو ډاډه نه دي.”

بل لور ته، په هېواد کې د بهرنېو ځواکونو د جنګي جنایتونو د قربانیانو یو شمېر خپلوان دوی ته د غرامت د ورکړې او عدالت د تامینېدو غوښتنه کوي.

 د روزګان اوسېدونکي، جانان و ویل: زموږ کورنۍ یې وژړولې، زموږ کلي کې یې ډیر و وژل موږ د هغوی محاکمه غواړو.

د روزګان یوه بل اوسېدونکي، سیدولي و ویل: ډېر بې ګناه خلک شهیدان شول، موږ د غرامت غوښتونکي یو او بهرنیو ځواکونو محاکمه غواړو.

د بریټانیا ځانګړي ځواکونه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن دي.

د بریټانیا دولت د دغو تورونو د څېړنې لپاره د افغانستان په تړاو د ۲۰۲۳ کال په فبروري میاشت کې د خپلواکو څېړنو تر عنوان لاندې څېړنې پیل کړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې د برېټانیي ځواکونو د جنګي جنایتونو د پټو اړخونو راڅرګندېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*