په افغانستان کې د ترهګرۍ کچه ۸۱ سلنه راټیټه شوې – راپور

Loading

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د نړیوال تروریزم شاخص نومي راپور له مخې: افغانستان په ۲۰۲۳ ز. کال کې له ترورېزم څخه د اغېزمنو لس هېوادونو په کتار کې شپږم ځای خپل کړی دی،چې په تېرو پرله‌پسې څلور کلونو کې یې لومړی مقام درلود.ترهګرۍ

ه اسټرالیا کې د مېشتې یوې ادارې د خپور شوي راپور له مخې؛ افغانستان اوس د ترهګرۍ د ځپلیو هېوادونو په ډله کې ندی او له تېر کال راپدیخوا یې د مرګ او ژوبلې کچه ۸۱ سلنه راټیټه شوې ده.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د نړیوال تروریزم شاخص نومي راپور له مخې: افغانستان په ۲۰۲۳ ز. کال کې له ترورېزم څخه د اغېزمنو لس هېوادونو په کتار کې شپږم ځای خپل کړی دی،چې په تېرو پرله‌پسې څلور کلونو کې یې لومړی مقام درلود.

د دغه راپور له مخې؛ بورکینا فاسو، اسرائیل، مالي، پاکستان او سوریه د افغانستان پر پرتله له ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي دي.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په راپور کې راغلي؛ په افغانستان کې تېر کال د ترهګرۍ له کبله ۱۱۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

دغه بنسټ په ډاګه کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ له کبله د مرګ او ژوبلې کچه ډېره راټیټه شوې ده.

دې بنسټ ویلي: تېر کال په افغانستان کې ترهګریزې پېښې ۷۱ سلنه کمې شوي او په تېرو دوه لسیزو کې له ټولو د کمو ترهګریزو کړنو شاهد و.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په افغانستان کې له داع-ش خراسان څانګې څخه د یوې فعاله ترهګرې ډلې په توګه نوم اخیستی او وایي، چې دا ډله په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ۷۳ کسانو د وژلو مسووله وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې د ترهګرۍ کچه ۸۱ سلنه راټیټه شوې – راپور"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*