
په افغانستان کې نږدې ۱۵۰۰ جواز لرونکي صرافان فعالیت کوي
د کابل د سرای شهزاده د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رییس وایي، دا مهال په ټول افغانستان کې نږدې یو زر او ۵۰۰ جواز لرونکي صرافان فعالیت کوي.
د هغه په وینا، له دې ډلې شاوخوا ۸۰۰ صرافان په کابل کې فعالیت لري.
د سرای شهزاده د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رییس، بهرامخان ځدراڼ، وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د بانکونو پر فعالیتونو د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته، د حوالو، د اسعارو د تبادلې او د خلکو او سوداګرو د مالي اړتیاوو په پوره کولو کې د صرافانو ونډه ډېره شوې ده.
ځدراڼ همداراز وایي، د اسعارو د بازار د ښه مدیریت لپاره د «بولي بازار» جوړ شوی، څو د اسعارو د نرخ ټاکلو بهیر منظم او شفاف شي.
بهرامخان ځدراڼ وویل: «پخوا هم جواز لرونکي او هم بېجوازه کسان فعالیت کاوه او بازار ګډوډ و، خو اوس یوازې هغه کسان د فعالیت اجازه لري چې د افغانستان بانک څخه یې د پولي خدمتونو جواز ترلاسه کړی وي.»
د صرافۍ بازار یوازې د اسعارو د تبادلې ځای نه دی، بلکې د هېواد د مالي راکړې ورکړې یو مهم مرکز هم ګڼل کېږي، چې هره ورځ د ګڼو خلکو او سوداګرو مالي اړتیاوې د حوالو او صرافۍ د خدمتونو له لارې پوره کېږي.
صراف نجیب تلاش وایي: «نن له بدخشانه تر تورغونډۍ او تورخم پورې خلک افغانۍ کاروي. پخوا زموږ بزګرانو او دوکاندارانو ایراني تومان او پاکستانۍ کلدارې کارولې، خو اوس ډېری راکړې ورکړې په افغانیو ترسره کېږي.»
بل صراف، محمدیوسف اکبري وویل: «په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې صرافي فعالیت کوي او د پیسو تبادله په منظم ډول ترسره کېږي. خلک هم تر ډېره پر افغانۍ باور لري، ځکه ارزښت او نرخ یې ډېر ثابت دی.»
سره له دې چې صرافان د اسعارو په بازار کې مهم رول لري، خو دا بازار لا هم د اقتصادي بدلونونو او سیمهییزو تحولاتو تر اغېز لاندې دی او د هېواد له پولو بهر هر ډول بدلون کولای شي د اسعارو پر نرخ او د افغانستان پر مالي راکړو ورکړو اغېز وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې نږدې ۱۵۰۰ جواز لرونکي صرافان فعالیت کوي"