په سوریه کې د فاطمیون ډلې یو افغان غړی وژل شوی

۸صبح، کابل: د راپورونو په حواله، د افغانستان اوسېدونکی سېدحمزه علوي چې د فاطمیون لښکر غړی و، په سوریه کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ایران څار یکشنبه د سلواغې پر ۱۵مه راپور ورکړی چې علوي د «ابوالفضل العباس فاطمیون تېپ د ساتنې» له مشرانو څخه و چې د سوریې په «دېرالزور» سیمه کې د امریکا د هوايي برید په پاېله کې وژل شوی دی.

د راپور په حواله، سېدحمزه علوي په ۱۳۳۷ کال کې په پروان کې زېږدلی و.

په دې راپور کې راغلي چې نوموړی په افغانستان کې د پخواني شوروي پر وړاندې او د ایران او عراق ترمنځ جګړو کې هم برخه لرله.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ډرون او بم‌غورځونکو الوتکو د جمعې پر شپه په سوریه او عراق کې د ایران پلوه ملیشو لسګونه مرکزونه په نښه کړي دي.

دا بریدونه په عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران او له هغو سره تړلو ملیشو پر ۸۵ مرکزونو شوې دي، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سوریې او عراق کې د دغه هېواد د بریدونو په اړه ویلي چې واشنګټن لا نن خپل ځواب پېل کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په سوریه کې د فاطمیون ډلې یو افغان غړی وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*