په غزني ولایت کې د لسو تاریخي اثارو د بیارغونې هڅې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې وزارت به په غزني ولایت کې هغه لس تاریخي اثار بیا رغوي چې بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري یا د ویجاړیدو له جدي خطر سره مخ دي.
د چارواکو په وینا، که څه هم دا اثار تر اوسه په ځانګړي ډول نه دي پیژندل شوي، خو لومړیتوب هغو اثارو ته ورکول کیږي چې د سقوط له جدي خطر سره مخ دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي وویل: “د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی چې د هیواد تاریخي اثار له ویجاړیدو څخه وساتي. اوس په غزني کې د لسو تاریخي اثارو د بیارغونې په پروسه کار پیل شوی دی.”
د احصایو له مخې، په غزني کې ۱۰۰ تاریخي اثار ثبت شوي دي، چې له دې جملې څخه له لسو څخه زیات یې اوس مهال جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار وویل: “موږ هڅه کوو هغه اثار ثبت کړو چې لا تر اوسه ندي ثبت شوي. په غزني کې شاوخوا لس تاریخي اثار بیارغونې ته اړتیا لري.”
په ورته وخت کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي او کلتوري فعالان د تاریخي اثارو بیارغونه د هیواد د تاریخي او کلتوري هویت د ساتنې او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره یو اغیزمن ګام ګڼي.
دوی له اړوندو چارواکو څخه غواړي چې د ژمنې سره سم د بیارغونې عملي اقدامات هم پیل کړي.
یو کلتوري فعال توریالي تابش وویل: “موږ د دې پریکړې هرکلی کوو او هیله لرو چې په غزني ولایت کې د مهمو او زیان منونکو تاریخي اوبو د بیارغونې لومړني کار به ډیر ژر پیل شي.”
وروستیو درنو بارانونو د غزني د تاریخي کلا د دیوال یوه برخه او په ولایت کې یو شمیر نور تاریخي اثار زیانمن کړي دي، چې بیارغونې ته یې اړتیا پیدا کړې ده.
په هرصورت، چارواکي وايي چې د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره به د هیواد د تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره بنسټیز ګامونه پورته شي.
لومړی نظر وکړئ on "په غزني ولایت کې د لسو تاریخي اثارو د بیارغونې هڅې"