په مزارشريف ښار کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پيل شوه

د بلخ سیمه ییزو چارواکو ويلي، له کابل او کندهار وروسته په مزارشریف ښار کې هم د سوالګرو راټولولو کمپاین پیل شوی او په لومړۍ ورځ څه باندې سل کسان پېژندل شوي دي.

دا هغه کسان دي، چې د فقر او بېوزلۍ له کبله په مزار شریف ښار کې سوال کوي؛ خو اسلامي امارت د دې وګړیو په ژوند کې د بدلون لپاره بشري خواخوږۍ هڅې پیل کړې دي.

د سوالګرو د ولایتي کمیټې مسوول فیض الله فیضي وايي، له بایو متریک وروسته هغه کسان، چې کسب یا مهارتي وړتیا وې لري؛ ورته به د کار او ماشومانو ته به د زده‌کړو زمینه برابره شي او هغه سوالګر چې د کار توان نه‌لري د هغوی لپاره به میاشتنۍ تنخوا وټاکل شي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله نوراني ویلي؛ په مزارشريف ښار کې د دغو سوالګرو او بېوزلو کسانو د ژوند او اقتصادي راتلونکي د ښه والي لپاره به يو پلان جوړ کړو.

په شمال کې د سرې میاشتې رییس احمد رضا ناصري وایي؛ مستحقو پېژندل شویو ته کور پر کور میاشتنۍ پیسې وېشل کیږي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا ویلي، هغه شمېر سوالګر، چې روږدي وي؛ تر درملنې لاندې به ونیول شي.

 په همدې حال کې هغه کسان، چې په بلخ ولایت کې سوال کوي؛ د دې کار لامل د کاري فرصتونو نشتوالی، فقر او بېوزلي یادوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په تېرو دوه کلونو کې له افغانسان سره د اقتصادي مرستو له کمیدو سره افغانان له جدي اقتصادي کړکېچ او بېوزلۍ سره مخ شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په مزارشريف ښار کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پيل شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*