
په هند کې د محصلینو اعتراضونه دوام لري
د هند د واکمن بهاراتیا جنتا ګوند (BJP) پلویانو نن (سېشنبه) د دغه هېواد په ختیځ کې د جارکند ایالت د تړلو غوښتنه وکړه.
دا اقدام د هغو محصلینو پر ضد د پولیسو د چلند په اعتراض کې شوی، چې د دوشنبې په ورځ یې د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو لپاره د ایالتي شورا ودانۍ ته لاریون کړی و.
د دوشنبې د اعتراضونو پر مهال، پولیسو د دې لپاره چې لاریونوال د ایالتي شورا ودانۍ ته ور ونه رسېږي، اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
له بلې خوا، د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
یو اعتراض کوونکي وویل: «موږ په سولهییز ډول اعتراض کاوه او ان چا ته مو سپکاوی هم نه و کړی، خو ناڅاپه پولیسو پر موږ برید وکړ. دا کار سم نه دی.»
بل اعتراض کوونکي هم وویل: «پولیسو د خنډونو ترڅنګ پر هغو محصلینو سخت برید وکړ چې اعتراض یې کاوه او په لښتو یې ووهل.»
د بهاراتیا جنتا ګوند پلویانو د پولیسو د دغه چلند پر ضد یو شمېر لارې تړلې او ټایرونه یې سوځولي، چې له امله یې د موټرو تګ راتګ ګډوډ شوی دی.
په ورته وخت کې، محصلین لا هم پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.
یو محصل، راویندرا پاسوان، وايي: «له ایالتي حکومت څخه غواړم چې نن او هر څومره ژر وي، د محصلینو د غوښتنو او ستونزو په اړه جدي او روښانه پرېکړه وکړي.»
اعتراض کوونکي د استخدامي ازموینو د نظام د اصلاح، د ځینو ازموینو د لغوه کېدو او د احتمالي سرغړونو په اړه د فدرالي پولیسو د پلټنو غوښتنه کوي.
د جارکند ایالتي حکومت، چې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د ګوند مخالف ګوند یې اداره کوي، د اعتراض کوونکو له استازو سره خبرې کړې او ویلي یې دي چې د هغوی له ډېری غوښتنو سره یې موافقه کړې ده.
د دغه ایالت چارواکو همدارنګه ویلي چې له محصلینو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دي.
دا اعتراضونه په داسې حال کې روان دي چې په وروستیو اوونیو کې د هند په پلازمېنه ډیلي کې هم د ځوانانو پراخ اعتراضونه شوي وو.
د ډیلي اعتراضونه د طبي پوهنځیو د کانکور د ازموینې د پوښتنو تر افشا کېدو وروسته پیل شول او په پایله کې یې تېره میاشت د هند د پوهنې وزیر درمېندرا پرادان له دندې استعفا وکړه.
لومړی نظر وکړئ on "په هند کې د محصلینو اعتراضونه دوام لري"