په ټورنټو ښار کې د افغانانو اختر؛ یو شمېر افغانانو په دودیزو سیالیو اختر ونمانځه

د کاناډا په ټورنټو ښار کې ګڼ شمېر افغانان د اختر په لومړۍ ورځ سره یو ځای شوي وو او د اختر لمونځ یې په شریکه ادا کړ.

په ټورنټو ښار کې چهارشنبه د اختر په لومړۍ ورځ د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز افغانانو لپاره د اختر د لمانځه تابیا ترڅ د اختر مبارکۍ پروګرام هم نیولی و.

په دې پروګرام کې له انټریو ایالت څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونه افغانانو ونډه اخیستې وه، چې د اختر له لمانځه وروسته یې یو بل سره غیږ کې ونیول او اختر مبارکیانې وکړې.

په دې پروګرام کې نجونو، زلمو او ماشومانو ښکلي افغاني جامې یې په تن کړې وې او د هګۍ جنګي سیالي یې هم ترسره کړه.

د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د اداري بورد غړې پلوشه صالحي وایي، چې دغه مرکز هر کال اخترونو او د خپلواکۍ په ورځو کې د افغانانو لپاره داسې پروګرامونه جوړوي.

دې پروګرام ته له کاناډا څخه بهر هم خلک راغلي وو.

د دې پروګرام یو ګډون کوونکی اسد الله صدیقي چې له امریکي څخه دې پروګرام کې یې ګډون کړی و؛ وویل: «زه له امریکا څخه له خپل ملګري سره راغلی یم چې په دې پروګرام کې ګډون وکړم ځکه چې دلته د افغانانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د افغانانو په لیدو خوشالیږم.»

د دې پروګرام بلې ګډونوالې ایلناز چې په اختریز پروګرام کې له ګډون څخه خوشاله وه؛ د افغانستان په شمول یې ټولو مسلمانانو ته د ښه اختر او سوکالۍ هیله وکړه.

اغلې صالحي وایي؛ د داسې پروګرامونو جوړولو موخه داده، چې افغانان په خپل فرهنګ او دستور کې پاتې شي، له هېواده بهر ځان یوازې احساس نه کړي او د ماشومانو لپاره مهمه ده، چې خپل کولتور زده کړي او خپل دود او دستور وپېژني.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ټورنټو ښار کې د افغانانو اختر؛ یو شمېر افغانانو په دودیزو سیالیو اختر ونمانځه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*