په پاکستان کي یوه ښځه ژوندۍ سوځول سوې ده

په پاکستان کي یوه ښځه ژوندۍ سوځول سوې ده
په پاکستان کي یوه ښځه ژوندۍ سوځول سوې ده

په پاکستان کي د يوې کورنۍ څو تنو غړو هغي ښځي ته اور اچولی چي غوښتل يې پخپله خوښه له یو چا سره واده وکړي.

په پاکستان کي د پولیسو یوه افسر د دوشنبې په ورځ ویلي دي چي تر دې پیښي وروسته یې په پنجاب ايالت کې څو شکمن کسان نیولي دي.

د بشیر احمد په نامه یوه پولیس د جرمني خبري آژانس ته وویل: »نوموړي ښځي غوښتل د خپلي خوښي یوه سړي سره واده وکړي، خو د هغې کورنۍ ورسره مخالفت کاوه.« د وژل سوي ښځي پر پلار په قتل کی د لاس درلودو شک کیږي.

د پولیسو په حواله دغي ښځي په روغتون کي د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. ویل کیږي چي هغې مخکي له دې د پیښی جزیات وړاندي کړي ول. په پاکستان کي په وار وار سره د ناموس په نامه دا ډول قتلونه رامنځته کیږي.

د پاکستان د هیومن رایتس سازمان کمېسیون په حواله یوازي په تیر کال کي ۳۸۴ پیښي ثبتي سوي دي. ډېر وخت پر مجرمینو باندي سزا نه تطبیقیږي.

په ۲۰۱۶م کال کي د ځواني بلاگرې قندیل بلوچ د وژل کیدو پیښه ډېره مشهوره سوه. ورور یې هغه خفق کړې وه. بلوچ به تل په خپلو ویدیو گانو کي پر ښځو فشار راوستلو باندي انتقاد کاوه او د هغوی د مساوي حق له پاره به یې مبارزه کوله.

دغي ځواني ښځي به خپل ځان د نورو ترڅنگ په لامبوځایونو او سپورتي کلپونو کي ښکاره کاوه. د لوېدیځ په نظر به دا عادي تصویرونه وه، خو په محافظه کاره اسلامي پاکستان کي به یې حساسیتونه راپارول. د بلوچ تر مړیني وروسته د پاکستان حکومت د دغه ډول پیښو عاملینو ته د سزا تدابیر لا پسي سخت کړل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کي یوه ښځه ژوندۍ سوځول سوې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*