په پاکستان کې په بمي چاودنه کې ۳۹ تنه وژل شوي دي

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.


دا چاودنه د یکشنبې په ورځ جولای ۳۰مه (زمري ۸مه) هغه مهال وشوه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام څه دپاسه ۴۰۰ غړي د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په “خار” ښار کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو.

د خیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر، ریاض انور د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: “
زه دا تائیدولی شم چې ۳۹ جسدونه او ۱۲۳ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او د ۱۷ ټپیانو حالت نازک دی. “

د چاودنې د ځای انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، په سیمه کې ډیر جسدونه ښیې چې د ژغورونکو لخوا امبولانسونو ته لیږدول کیږي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غړو څو ځله بریدونه کړي دي.

جمعیت علماء اسلام، د پاکستان په شمال او لویدیځ کې د دیني مدرسو او جوماتونو پراخه شبکه لري.

د افغانستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او هغه یې یو نه توجیه کیدونکی جنایت بللی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، صدراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر غونډې برید غندلی دی.

په افغانستان کې د دی ډلي له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی او افراطي بریدونه زیات شوي دي. زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا صوبه کې شوي چیرته چې تحریک طالبان پاکستان ډیر فعال دی.

د پاکستان د پولیسو او څېړنیزو بنسټونو راپورونه ښيي چې په تېر یو کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ۶۶۰ ډېر ترهګریز بریدونه شوي دي.


د روان کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د پولیسو په یوې ودانۍ کې دننه په یو جومات کې د تحریک طالبان پاکستان د یو بریدګر له خوا په ځانمرګي برید کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې زیات شمیر یې پولیس وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې په بمي چاودنه کې ۳۹ تنه وژل شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*