په پېښور ښار کې په یوې چاودنې کې دوه کسان وژل شوي

په پیښور ښار کې مقامات وایي چې چاودنه د پېښور بورډ بازار ته نژدې د ناصر باغ په ساحه کې شوې، دوه کسان په کې وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۲۰) رپوټ ورکړ چې دا چاودنه ” بورډ بازار ته نژدې” شوې او یو ځانمرګی برید و.

خو د پیښور ښار د پولیسو مقاماتو ویلي چې ددې چاودنې بڼه او هدف تر اوسه څرګند ندي. پولیسو ویلي چې د ټپي شوي کس روغتیایي وضعیت ښه ندی.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دومره زوروره وه چې غږ تر ډیر لرې پورې اوریدل شوی دی.

د پېښور امنیه قوماندان کاشف افتاب عباسي رسنیو ته ویلي چې پدې چاودنه کې د څلورو نه تر پنځه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کارول شوي دي.

خو هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې دا چادونه ددغو چاودیدونکو موادو د لیږدولو پر وخت شوې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی، امین خان ګنډاپور دغه چاودنه غندلې ده.

ګنډا پور په یوې اعلامیې کې دغه چاودنه یو “تروریستي” پیښه بللې ده.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې چاودنې مسؤلیت ندی منلی، خو پدې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په ګډون مختلفې ډلې فعالې دي.

اسلام اباد تل وايي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې خپل بریدونه پلانوي. خو افغان طالبان وايي، هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پېښور ښار کې په یوې چاودنې کې دوه کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*