
په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۵م نندارتون پرانیستل شو
د کابل د بادامباغ په څېړنیز فارم کې د «دوامداره کرنه او مالداري، ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد» تر شعار لاندې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۵م نندارتون پرانیستل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو محصولاتو معرفي کول، د کروندګرو او مالدارانو ملاتړ او د افغانستان د تولیداتو لپاره د بازار موندنې پراختیا ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وايي: «اوبه، خاوره، مناسب اقلیم او بشري ظرفیت د افغانستان له سترو امتیازونو څخه دي او له دغو ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه کولای شي هېواد اقتصادي خپلواکۍ او د خوړو په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسوي. د کرنې وزارت هڅه کوي چې کرنیز او مالدارۍ محصولات معیاري کړي او دودیزې لارې چارې په عصري طریقو بدلې کړي. دغه نندارتون هم د لاسته راوړنو د معرفي کولو، د ظرفیتونو د پېژندلو او د پانګوالو، سوداګرو، کروندګرو او مالدارانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره ښه فرصت دی.»
بل لوري د ریاستالوزرا په پیغام کې کرنه او مالداري د بېوزلۍ د کمولو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا مهمې برخې بلل شوې دي او له طبیعي سرچینو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې، د اصلاح شویو تخمونو پر وېش، د نباتي افتونو او ناروغیو پر کنټرول او د محصولاتو د کیفیت پر ښهوالي ټینګار شوی دی.
په دغه پیغام کې نندارتون د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو، دودولو او بازارموندنې لپاره یو ښه فرصت بلل شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ خونه وايي چې له شته ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه کولای شي د تولیداتو د زیاتوالي او صادراتو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خانمحمد فروتن وايي: «افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او له دغو ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه کولای شي هېواد له واردوونکي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل کړي.»
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی او د کرنې په برخه کې یې د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو په اړه ویلي دي: «هر هغه څه چې تاسو یې تولیدوئ، موږ یې د اړتیا په صورت کې پېرودلو ته چمتو یو.»
یو شمېر غرفهلرونکي د خپلو محصولاتو د معرفي کولو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو د پلور لپاره د مناسبو بازارونو پر موندلو ټینګار کوي.
دغه نندارتون ټولټال ۲۶۳ غرفې لري او د لړم له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې به د څلورو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. دغه نندارتون د محصولاتو د معرفي کولو، د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره زمینه برابروي.
لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۵م نندارتون پرانیستل شو"