په کومو خوړو سره د حافظې فعالیت زيات کړو؟

په کومو خوړو سره د حافظې فعالیت زيات کړو؟
په کومو خوړو سره د حافظې فعالیت زيات کړو؟

څېړنې ښیې چې ستاسو د حافظې فعالیت د اعظمي کولو وړتیا په احتمالي توگه له هغه څه سره تړاو لري چې تاسو یې خورئ.

د طبي ایکسپریس په وینا، د میوو، سبزیجاتو، ټولو حبوباتو او د غلو دانې، کبان، صحي غوړ، او نباتاتو یا تخمونو څخه بډایه خواړه د دماغ حافظوي فعالیت ته وده ورکوي. دلته د دې دماغي صحي خوړو په اړه کومه يادونه شوي.

ميوې

شاتوت د انټي اکسیډنټونو څخه بډایه دي چې کولی شي دماغ د اکسیډیټ زیان څخه وساتي او له وخت څخه مخکې د زړښت او ديمنس مخه ونیسي، چې حافظه کمزورې کوي. په ورته وخت کې، نیلي رنگه توت یا شاتوت د انتوکینین او نورو فلاوونایډونو بډایه سرچینه ده چې کولی شي د دماغ فعالیت پياوړی کړی.

انګور له ریسولراترول څخه بډای دي چې د حافظې لوړولو مرکب دی.د کنکورډ انګور په پولیفینول لرلو سره بډایه دي چې د دماغ فعالیت ته وده ورکولو کې ښه وړتیا لري.

هندواڼه د لایکوپین یو بل انټي اکسیډنټ لوړ غلظت لري. هندواڼه هم د اوبو ښه سرچینه ده چې د دماغ روغتیا له پاره اغېزمنه ده.

ایوکاډو هغه مېوه ده چې په مونوسچریټ شوي غوړ لرلو سره غني ده او معتدل مصرف یې د وینې کولیسټرول کچې لوړولو کې په مرسته کولو سره حافظه ښه کوي.

د سالمو خوړو سمبولیک انځور
د سالمو خوړو سمبولیک انځور

سبزیجات

چوغندر په نایټریټ لرلو سره بډايه دي، یو طبیعي مرکب چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او دماغ ته ډیر اکسیجن ورسوي.

د پوخ شين رنگ پاڼې لرونکي سابه د انټي اکسیډنټ په څیر پیژندل شوي، لکه ویټامین سي د حافظې ضایع کيدلو مخنيوي له پاره ښه ښودل شوي. دا سبزیجات په فولیټ کې هم بډایه دي، کوم چې کولی شي د  کمولو التهاب کم او  په دماغ کې د وینې بهير ښه کولو سره حافظه پياوړې کړي.

غنم، سبوس لرونکي غنم ، خواږه کچالو، خواږه ځمکني توت او توره لوبیا د پیچلي کاربوهایډریټ بیلګې دي. دا کاربوهایډریټ په ویټامین (بي) سره بډایه دي، کوم چې حافظه ښه کوي.

سمندري خوړو

غوړ کبان د زړه روغتیا له پاره د اومیګا ۳ غوړ اسیدونو سره غني خواړه دي. په اونۍ کې یو یا دوه ځله د کب خوړل هم حافظه ښه کوي.

کاکو، لوبیا د فلاونودیس بډایه سرچینه ده، کوم چې په ځانګړې توګه د (ال دی ال) کولیسټرول د زیاتوالي له امله د زیانونو مخنیوی، د شریانونو د استرونو ساتنه او د وینې د ټوټې کیدو مخنیوي کې مهم اغيز لري.

په کاکاو کې ارګینین هم شته، یو داسې مرکب چې د وینې رګونو پراخول زیاتوي. گورگوري، دماغ ته د وینې جریان زیاتوي، تمرکز او حافظه غښتلي کوي او د پودینې بوی هم حافظه ښه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کومو خوړو سره د حافظې فعالیت زيات کړو؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*