د پوتین ادعا؛ ا.ا له اوکراین څخه لوېدیځې وسلې پېري

د روسیي ولسمشر پوتین ادعا کوي، چې اوکراین ته د لوېدیځ استول شوې وسلې د ناقانونه بازار له لارې منځني ختیځ ته رسېدلي او پر طالبانو پلورل کېږي.

ښاغلي پوتین زیاتوي چې دغه وسلې د طالبانو له لوري نورو ځایونو ته استول کېږي.

د روسیې ولسمشر ولاديمېر پوتین وايي:«یو شمېر لوېدیځو وسلو چې اوکراین ته استول شوي، د وسلو د ناقانونه بازار له لارې منځني ختیځ ته لاره پیدا کړې او پر طالبانو پلورل کېږي. اوکراينيان دغه وسلې پر طالبانو پلوري او وروسته نورو ځایونو ته استول کیږي.»

خو د چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې د روسیې د ولسمشر د دغې ادعا په تړاو باید څېړنه وشي.
                                        
د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم څرګندوي:«دا مسئله ډېرې څېړنې ته اړتیا لري، د سند له ثبوت وروسته کېدای شي چې په دې هکله څه وویلای شي؛ خو دا مسئله روښانه ده چې اوکرایني وسله په لوړه کچه پر بېلابېلو پلورونکو پلور شوې ده.»
                                            
د پوځي چارو شنوونکي سرور نیازي هم په دې هکله وویل:«اوکراین له افغانستان سره نه پوله لري او نه هم ښې اړیکې لري، که‌چېرې داسې یوه مسئله وشي، یوازینۍ لاره ده چې له خپلې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته راځي.»

ورته مهال اسلامي امارت د لوېديځو وسلو د پېرلو او نورو ځایونو ته د هغو د لېږد په تړاو د روسیې د ولسمشر ادعا ردوي.
             
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«دا ادعا موږ رد وو، سمه نه ده، افغانستان ته هېڅ وسله نه‌راځي او نه هم له افغانستانه کومه وسله بهر کېږي. هغه وسلې او مهمات چې د اسلامي امارت لاس ته ورغله، ټوله خوندي ده.» 

دا لومړی ځل دی، چې د روسیې ولسمشر پوتین د اسلامي امارت له لوري د لوېدیځو وسلو د پېرلو ادعا کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پوتین ادعا؛ ا.ا له اوکراین څخه لوېدیځې وسلې پېري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*