د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی

په وروستیو کې د خيبر پښتونخوا پر پوليسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بريدونه بیا زیات شوي دي. د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

د رسنیو په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې په وسلوالو حملو کې درې پولیس سرتېري ووژل شول.

داراز، د جولای پر ۱۸مه د پېښور په حیات اباد کې د اېف سي ځواک له یوه ګاډي سره نېږدې په ځانمرګي برید کې اته تنه ژوبل شول.

د پېښور د پولیسو د عملیاتي چارو مشر هارون رشید مني چې په وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي خو وايي، د مخنیوي هڅې یې کوي.

نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې هڅه کوي چې په حملو کې ککړ وسلوال ژر ګرفتار کړي. “موږ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو د لټون عملياتو ته دوام ورکړي دی. د ترهګرۍ ضد څانګه مو په دې برخه کې فعاله ده او ځينې وسلوال يې نيولي هم دي. دا سمه ده چې په تېرو څو ورځو کې پر پوليسو وسلوال بريدونه زيات شوي، خو کاروایۍ مو روانې دي او په هغو حملو کې ککړ وسلوال به ژر ګرفتار شي. د مختلفو ترهګرو ډلو، لکه تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار نومونه مخې ته راځي. پوليس ځوانان مو تيار او حوصلې يې لوړې دي.”

د خيبر پښتونخوا ترڅنګ په بلوچستان کې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان له لوري له حکومت سره د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات شوي دي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکوريټي سټډيز) په جولای کې په خپل يو رپورټ کې وويل چې د ۲۰۲۳ز په اولنيو شپږو مياشتو کې په ملک کې په “ترهګرو او ځانمرګو بريدونو کې په مرحله واره توګه اضافه” شوې چې پکې ۲۸۹ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په جون کې په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د ملک امنيتي ځواکونو روان کال ۱۳،۶۱۹ استخباراتي عمليات کړي چې پکې يې د ده په خبره، ۱،۱۷۲ وسلوال نیولي یا وژلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*