پي اېس اېل : لاهور قلندرز پرلپسې څلورمه لوبه هم وبایلله، اپریدی وايي د ‘راشد خان کمی احساسوي’

پي اېس اېل

د پاکستان کرېکټ غوره لیګپي پي اېس اېل کې لوبېدونکې ‘لاهور قلندرز’ لوبډلې چې تېر دوه کاله سر په سر اتله پاتې شوې، په روان پړاو خپله ۴مه لوبه هم وبایلله.‌

دا د پي اېس اېل د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې د دې لوبډلې څلورمه پرله پسې ماته ده.‌

دغو ماتو د شاهین شاه اپریدي د کپتانۍ او همدا راز قلندرز سره سږ کال د راشد خان د نشتوالي د منفي اغېزو په اړه بحثونه او پوښتنې راولاړې کړې دي.‌

دا یو پراخ او جلا بحث دی چې د کرېکټ یو بریالی لوبډلمشر باید څه ځانګړتیاوې ولري، خو د پاکستان غوره لیګ “پي‌اېس‌اېل” روان پړاو له راشد خان پرته د لاهور قلندرز لوبډلمشر شاهین اپریدي‌ لپاره پر یوه ازمېښت اوښتی دی.

اپریدی په شل اوریز کرېکټ کې د پاکستان ملي‌ لوبډلې کپتان هم دی، او دا مشري ظاهرآ پر دې بنسټ‌ ورسپارل شوې، چې قلندرز لوبډله یې دوه پرله پسې کاله د پې‌اېس‌اېل اتلولۍ ته ورسوله.‌

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ په تاریخ کې بلې یوې لوبډلې هم دوه کاله سر په سر اتلولي نه ده ګټلې.‌ پي اېس اېل

لارهور قلندرز لپاره د دغو اتلولیو په ګټلو کې که څه هم د شاهین ونډه جوته وه،‌ خو په منځنیو اورونو کې د راشد خان د توپ اچونې پر پام وړ اغیز هم سترګې نشي پټېدلی،‌ چې په ډېر حساس پړاو کې به یې توپ وهونکي‌ له منډو راګرځول.‌

د راشد خان د رول له برکته نه یوازې دا چې پر شاهین اپریدي‌ او نورو چټکو بالرانو فشار کمېده، بلکې د لوبډلمشرۍ ستونزې یې هم ورسره اسانېدې او په پاتې ۱۶ اورونو کې یې د دفاع ښه موقع موندله.‌

په همدې مهال د لاهور قلندرز لوبډلې لوبډلمشر شاهین شاه اپريدي د لوبې له بایللو وروسته وویل “په لوبه کې د راشد خان تشه وه. د هغه په ټکو له راشد خان پرته یې لوبډله کمزوري شوې.

د اپریدي دې اعتراف غبرګونونه هم پارولي دي.

په شل اوریزو سیالیو کې که څه هم د یوې لوبډلې بریا لپاره د غوره توپ وهونکي او هوښیار چټک بالران مهم ګڼل کېږي، خو د سوکه توپ اچوونکو یا سپنرانو رول تر دوی هم ډېر مهم دي.‌

سوکه توپ اچوونکي معمولآ په منځنیو اورونو کې چې د لوبې حساسه مرحله وي، په خپلې وړتیا او مهارت سره د لوبې لوری ټاکي.

راشد
د عکس تشریح، لاهور قلندرز چې راشد خان ورته لوبه کوله، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال اتلولي‌ وګټله

دا ځل له قلندرز سره راشد خان نشته او له همدې لامله دا اندېښنې هم په ډېرېدو دي، چې په روان پړاو کې به نه یوازې دا چې د اتلولۍ دفاع ونشي کړای،‌ بلکې آن ښايي په لومړي‌ پړاو کې له سیالیو بهر شي.‌

دا اندېښنې ځکه پيدا شوې چې دې لوبډلې تر اوسه خپلې لومړۍ څلور واړه سیالۍ بایللې او د لوبډلو د نوملړ په وروستې ځای کې ده.‌

د راشد خان په نشتوالي‌ کې چې قلندرز لوبډلې ته کوم سپېنران ورپاته دي، هغوی له یوه اړخه هم د خان تشه نشي ډکولی.‌

سلمان فیاض د کرېکټ سترو سیالیو کې ډېره تجربه نه لري نو ځکه ترې د راشد خان په څېر د رول لوبولو هیله هم زیاتی دی.‌

سکندر رضا د نړۍ په ښو الراونډرانو کې ګڼل کېږي،‌ خو د هغه وړتیا د توپ اچونې پر ځای په توپ وهنه کې ډېره ده.‌

له هغه‌ ګټه اخیستل کېدای شي، خو په لوبډله کې یې د پنځو باقاعده توپ اچوونکو پر ځای لوبول اغېزناک نه دي.

په هر ډول اوس له قلندرز سره د جورج لېنډا له یو ځای کېدو وروسته یو څه هیلې پیدا شوې، ځکه هغه یو ازمویل شوی توپ اچوونکی دی او د سوداګریز کرېکټ اوږده تجربه هم لري.

د ملتان سلطان خلاف سیالۍ کې هم د نوموړي توپ اچونه یو څه ګټوره وه.‌ پي اېس اېل

کابل

سږ کال تر دې دمه د قلندرز لوبډلې د ماتو یو عمده لامل کمزورې ډګر ساتنه هم وه.‌

دوی په خپلو نږدې ټولو لوبو کې مهم کېچونه وغورځول او هغه ورته بیار وروسته ډېر ګران پرېوتل.‌

دغو ټولو ته په کتو،‌ که قلندرز غواړي چې ځان بېرته د تېرو کلونو او تېرو پړاوونو پر بریالي مسیر برابر کړي،‌ نو پر سپېن‌بال او ډګر ساتنه باید تمرکز لا ډېر کړي. پي اېس اېل

او پخپله شاهین هم باید د کپتان یا لوبډلمشر پر توګه دا ثابته کړي چې د مشرۍ ټول جادو یې یوازې د راشد خان حضور نه دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پي اېس اېل : لاهور قلندرز پرلپسې څلورمه لوبه هم وبایلله، اپریدی وايي د ‘راشد خان کمی احساسوي’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*