د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته الوتنې پیلوي

د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.

د ترکیې د دولتي خبري اژانس اناتولیه د راپور له مخې دغه شرکت ویلي چې په اونۍ کې به د کابل او استانبول ترمنځ د یکشنبې، سه شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو څلور الوتنې ترسره کړي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت افغانستان ته د ترکیې د هوايي شرکت د ستنیدلو د پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې دغه شرکت لپاره به د کابل هوايي ډګر ته د تګ راتګ پر مهال لازم سهولتونه برابر کړي.

ددغه وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي چې د افغانستان په ټولو نړیوالو او محلي ډګرونوکې د نړیوالو معیارونو له مخې الوتکو ته خدمتونه وړاندې کیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو په څیر د ترکش ایرلین هم کابل او مزارشریف هوايي ډګرونو ته خپلې الوتنې ځنډولي وې.

په تیرو څه باندې دوو کلنوکې یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو د هغې له ډلې د متحده عربي اماراتو دوو شرکتونو ایر عربیه او فلای دوبۍ او د ایران څو هوايي شرکتونو بیرته کابل ته الوتنې پیل کړي دي.

ایرعربیه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لسمه کابل او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل کړي دي. اوس مهال د کام ایر او د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې په منظم ډول د کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام اباد، استانبول، کویټ او د سیمې څو نورو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د “ګاک” شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

د “ګاک” شرکت د کابل سربیره د هرات، کندهار او بلخ ولایتونو هوايي ډګرونو کې هم ورته خدمتونه برابروي. دغه شرکت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه هم د کابل په هوايي ډګر کې ورته خدمتونه برابرول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته الوتنې پیلوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*