پټان: د شاه رخ خان نوي فلم اعلان نژدې ۵۰ میلیون ځله لیدل شوی

د بالیووډ سینما وتلي ستوري شاه رخ خان وروستی فلم “پټان” چې راتلونکې اونۍ نندارې ته وړاندې کېږي، له تېرو څو اونیو راهیسې د هندي رسنیو په سرلیکونو کې ځای لري.

خان د هند له لویو ستورو دی چې په کور دننه او بهر میلیونونه مینه وال لري، د شاه رخ خان شهرت د هغه تر فلمونو ډېر زیات دی. مینه وال یې له مینې د بالیووډ پاچا یا “کنګ خان” بولي.

تر څلورو کلونو ځنډ وروسته پټان د هغه لومړنی فلم دی.

دغه ۵۷ کلن فلمي ستوری په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې له یو لړ خنډونو او ځنډ وروسته سینما ته راستنیږي. تېر کال د هغه پر زوی ارین خان د مخدره توکو د ساتلو بې بنسټه تورونه پورې شوي وو، چې په پای کې ترې لېرې شول. دغه راز د هغه یو شمېر فلمونه ښه ونه ځلېدل.

یادو تشو له خان سره مینه او لېوالتیا لا زیاته کړې، په فلم کې له شاه رخ خان سره مشهور ستوري ډیپیکا پاډوکون او جان ابراهم هم کار کوي.

په تېرې ډسمبر میاشت کې، کله چې د فلم جوړونکو له خوا د پټان فلم د سندرو اعلانونه او ځینې لنډې ویډیوګانې خپرې شوې، ورسره دغه فلم په ټولنیزو رسنیو کې په دوامداره توګه د بحث موضوع وه. ورسره د مینه والو لېوالتیا هم ډېره شوې.

د پټان فلم اعلان یا ټرېلر په یوټیوب کې تر ۴۹ میلیون ځله ډېر لیدل شوی. په دې تړاو خپله د شاه رخ خان ټویټ نژدې څلور میلیونه کسانو لیدلی. په نورو ژبو کې هم میلیونونه کسانو لیدلی دی.

د راپورونو پر بنسټ په امریکا، عربي متحده اماراتو، جرمني او استرالیا کې په استثنايي توګه د فلم ډېر تکټونه له وړاندې پلورل شوي دي.

د پټان یوه سندره د سخت دریځو هندوانو له غبرګون سره مخ شوې، دوی پر خان تور لګوي چې هندوانو ته یې په دې فلم کې سپکاوی کړی.

پټان

د فلم مینه وال د هغه خپرېدو ته شیبې شماري خو خان او فلم جوړونکي یې د دې پر ځای چې ډېرو خلکو ت د فلم په رسونې فکر وکړي ډېر د لانجو پر حل بوخت دي.

تېره اوونۍ د دوبۍ په برُج الخلیفه کې د شاه رخ خان د فلم ځینو برخو خپرېدو ته زرګونه کسان ورغلي وو.

له یوې خوا د شاه رخ خان د مینه والو لیونۍ مینه او بل پلو د ځینو خلکو پرېکون هم مهم دی، چې دواړه به یې جلا کیسې ولري.

له ټولو لانجو سره سره د بالیووډ ستوري شاه رخ خان “پټان فلم” له خپرېدو وړاندې یو میلیارد هندي روپۍ ګټلې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پټان: د شاه رخ خان نوي فلم اعلان نژدې ۵۰ میلیون ځله لیدل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*