پېښور کې د افغان کډوالو تر کېمپونو د محدودولو امر شوی

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور ښار چارواکو دغه ښار ته د افغان کډوالو پر ورتګ بنديز لګولی او امر يې کړی چې هغوی دې د شپږو ورځو لپاره “له خپلو کېمپونو څخه دباندې نه راوځي”.

د پېښور انتظامي مشر (ډيپټي کميشنر) سرمد سليم اکرم د اګست پر ۲۳ (وږی ۲) په يوه اعلاميه کې ويلي چې افغان کډوال دې د اګست له ۲۴ (وږی ۳) داګست تر ۳۰ (وږی ۹) تر خپلو کېمپونو پورې محدود کړل شي. اعلاميه زياتوي چې هغوی اجازه نه لري چې په دې موده کې “پېښور ښار ته داخل شي”.

د اعلاميې له مخې، د پېښور انتظاميې دا اقدام د عاشورې د “څلوېښتې” د مراسمو د خونديتوب په خاطر کړی چې د اګست پر ۲۶ (وږی ۵) لمانځل کېږي.

اعلاميه پر مخ ليکي چې د څلوېښتي د مراسمو په لړ کې د اهل تشيع د لاريونونو او مجالسو پر مهال “د پام وړ تهديد” موجود دی چې د انساني احتمالي تلفاتو سربیره د عامه نظم او امنيت د خرابېدو باعث هم ګرځیدلی شي.

په پاکستان کې هر کال د عاشورې د ماتم غونډو او جلوسونو پر مهال سخت امنيتي تدابير نيول کېږي او اضافي امنيتي سرتېري ګومارل کېږي.

سږ کال هم د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د لاريونونو د امنيت لپاره د پوليسو ترڅنګ پوځيان هم ځای پر ځای شوي ول.

پر دې مهال حکومت د امنیت ټينګولو لپاره په یوشمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ خدمات هم ځنډولي ول.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ وياند قيصر اپرېدي په دا وروستيو کې امريکا غږ ته ويلي وو چې په هغه هېواد کې دا وخت شاوخوا ۱۳ لکه افغانان د مهاجرت د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه لري. نوموړي زياته کړې وه چې پر دې سربېره څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجسټر دي. د نوموړي په خبره د افغان کډوالو اکثريت په خيبر پښتونخوا کې میشت دي.

داسې انګېرل کېږي چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۳ لکه ناراجستر افغانان هم شته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پېښور کې د افغان کډوالو تر کېمپونو د محدودولو امر شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*