د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو پیلیدو ته د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو غبرګون

د پاکستان مرکزي ‌حکومت د دغه هېواد ټولو ایالتي حکومتونو ته امر کړی چې د راتلونکې اپرېل میاشتې تر ۱۵مې نېټې دې په دغه هېواد کې د میشته اسناد لرونکو افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.

د پاکستان حکومت د اسناد نه لرونکو افغان کډوال د ستنولو لومړی لانجمن پړاو د پروسږ کال په نومبر میاشت کې پیل کړی وو، خو په دویم پړاو کې یې هدف اسناد لرونکي ۸۸۰ زره افغان کډوال دي.

په لومړي پړاو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغانان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شول چې د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې، متحده ایالات امریکا او د بشري حقونو ټولنو سختې نیوکې کړې چې په لویه کچه یې د بشري حقونو سرغړونه شوې ده.

د تېر په څېر د دویم پړاو په اړه هم ورته اندېښنې څرګندې شوي او پخپله په پاکستان کې یوشمېر سیاسي ګوندونه وايي، چې د اکثریت افغان کډوالو په دې ملک کې د اوسېدو څه باندې څلور لسیزې کېږي او هغوی ته باید د تابعیت حق ورکړل شي.

په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسامبلۍ غړي اقبال اپرېدي چې ګوند یې په خیبر پښتونخوا کې حکومت لري، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د دوی ایالتي حکومت ته هم مرکزي حکومت یو مکتوب ورلېږلې چې د افغان تابعییت کارتونو لرونکو (اې سي سي) افغان کډوالو د استوګنې ځایونه دې په نښه کړي.

نوموړی زیاتوي چې د دوی مشر پخوانی صدراعظم عمران خان د افغانان کډوالو په اړه یو مثبت فکر درلود او غوښتل يې چې هر افغان ماشوم چې په پاکستان کې زېږېدلی دی، هغه ته دې د دې هېواد تابیعیت ورکړل شي.

ښاغلی اپرېدی زیاتوي، ”د هر هېواد دا قانون دی چې یو ماشوم چې په کوم هېواد کې پیدا شي نو د هغه هېواد تابیعیت ورکول کېږي او دلته د افغان کډوالو پنځه څلوېښت کلونه وشو خو بیا هم ډېر ځورول کېږي او دا ریاست یوازې دا نه چې افغان کډوال ځوروي بلکې دلته چې کوم پښتانه دي هغوی هم برابر ځوروي.“

اقبال اپرېدی وايي، د دوی ایالتي حکومت هدف دادی چې له قانون سره سم به افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابروي او د هغوی حقونه به ورکوي، ”موږ به د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت له اړخه د دوی مرستې کوو او غواړو چې له افغان کډوالو سره کېنو او د دوی خبره وارو چې دوی څه وايي او څه غواړي.“

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او ایالتي مشر عبدالقهار ودان امریکا غږ ته وویل، چې د افغان کډوالو په باب د دوی د ګوند دریځ او تګلاره ډېره څرګنده ده او هغه دا ده چې، ”په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کېږي او دلته په یوه بله پلمه ځورول کېږي ځینې افغانان د پاکستان له هنده د جلا کېدو وړاندې راغلي او ځینې بیا د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته په ۱۹۷۹ کال کې پاکستان ته راغلي دي او د پاکستان پیژندپاڼې يې اخیستي نو دا اوس چې پاکستان افغان کډوال په کومه طریقه باسي دا د بشري حقونو ضد عمل دی. “

ښاغلی ودان زیاتوي چې په هېواد کې چې یو کډوال پنځه کاله تېر کړي نو د هغه تابعیت ورکړل کېږي خو په پاکستان کې کیسه بدله ده.

هغه وویل: ”اوس تاسو وګورئ زه به درته د اڅکزو خبره وکړم هغوی نیمايي دلته دي او نیمایي په افغانستان کې دي او داسې هم دلته افغانان دي چې لا پخوا يې دلته ځمکې اخیستي او بله خبره داده چې دلته په دې هیواد کې په نوم پښتون ځورول کېږي زه چې د قامي اسمبلۍ غړی ووم نو هغه وخت موږ د نادرا د شناخني کارتونو د مي ادارې د معلوماتو ترمخه ویلي وو چې په دې هیواد کې تر شپږو لکو پورې د پښتنو شناختی کارتونه نیول شوي دي نو موږ د پاکستان حکومت د دې ګام په سختو ټکو کې غندنه کوو او موږ به د دې پرضد په هر ډګر غږ پورته کوو.“

د عوامي نېشنل ګوند پخوانې سناتور او د مرکزي کمېټۍ غړي زاهد خان امریکا غږ ته وویل، د افغان کډوالو په اړه یې ډېر څرګند دریځ دی. نوموړي زیاته کړه چې له افغان کډوالو سره روان چلند دوی په کلکو ټکو غندي‌ او بله دا چې په افغانستان کې حالات د دې جوګه نه دي چې کډوال خپل وطن ته ستانه شی.

هغه وویل: ” پاکستان يې په زوره باسي، نو دا ظلم دی یوه خو هلته د نجونو پروړاندې د تعلیم لارې تړل شوي دي او هلته د امنیت وضعیت هم سم نه دی، طالبان یوازې د ټوپک په زور هلته حکمراني کوي نو چې له دې ځای افغان کډوال ولاړ شي نو د هغوی ژوند به څنګه وي نو زموږ ګوند وايي چې د افغان کډوالو په زوره اېستل د بشري حقونو ضد کړنه ده. “

ښاغلي زاهد خان زیاته کړه چې د پاکستان دولت باید له افغان کډوالو سره کېني او خبرې ورسره وکړي. هغوی لوی لوی کاروبارونه لري خپلوی يې دلته کړي، د هغوی اېستل د غندې وړ عمل دی.

د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغان کډوالو لپاره د هستوګنې لرلو کارتونو (پي او ار) موده پای ته رسېدلې وه او هم د دغه کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې غیر راجسټر افغان کډوالو ته د اکتوبر تر ۳۱مې پورې له دې هېواده د وتلو امر کړې وو، چې له مخې یې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو پیلیدو ته د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو غبرګون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*