ملا یعقوب: داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري

۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ادعا کړې چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

مجاهد دغه څرګندونې پنج‌شنبه د غويي پر ۶مه د مالیزیا د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو وزارتونو او د دغه هېواد د لومړي وزیر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې مطرح کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب ویلي: «په افغانستان کې د داعش په شمول هېڅ ورانکاره ډله فزیکي حضور نه لري او [طالبان] هیچاته ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد له خاورې د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.»

ویل کېږي چې امنیتي اندېښنې، له افغانستانه د مخدره توکو تولید او قاچاق هغه مسایل دي چې د مالیزیا پلاوي د طالبانو له پوځي او امنیتي چارواکو سره مطرح کړي دي.

دغه پلاوي پرون د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړي دي.

راغلي پلاوي په دې لیدنو کې له طالبانو سره د سایبري امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د یادونې ده چې د طالبانو د درې کلنۍ واکمنۍ راپدېخوا، یوشمېر هېوادونو له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو د پراخېدو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

طالبان داسې مهال په هېواد کې د داعش فزیکي حضور نه مني چې دغې ډلې په تېرې یوې‌نیمې میاشتې کې د کابل په پل سرخ او د کندهار د ولایتي دفتر مخې ته د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملا یعقوب: داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*