د داعش بی زړه مشران خپل کم عقله پیروان هڅوي ترڅو ملکي وګړي په نښه کړي

خراسان ولایت کې د جعلي داعش خلافت د خیالی شعبی بې شرمه تاریخ ته په ځغلنده کتو سره دا په ښکاره جوته کیږی چې دا ډله د ډیرو نورو شرمنو برسیره په دریو بیشرمیو کی ډیر شهرت لری. مشران یی بیرندوکان او خپلچاروکی، پلویان یې له ذهني پلوه بې ثباته، او بریدونه یی تر ډیره پر ملکی وګړو یی. دا یو ښکاره حقیقت دی چی چې د خراسانی داعشیانو بریدونه پر ملکی وکړو دی. خو دغه نامردان بیا وروسته د شهیدانو جسدونه ټوټې کوي او د قربانیانو وارثینو ته د کفر او الحاد نومونه ورکوی. دوی ډیر سپک او رقیق الفاظ استعمالوی اوپر مسلمانان د ملحدانو، کافرانو ، مرتدانو ، مشرکانو، روافضو، غرب پلوه، ملتپال او داسې نوری ټاپی وهی. په دا ډول فاسقتوب سره بیا د ځان سپیناوی کوی. دا مسله باید نور توضیحاتو ته هیڅ نوره اړتیا ونلري او که چا د دې وینې تږي رواني رنځورانو تاوتریخوالی لیدل غواړی نو یوازې هغه وروستی انځور تصور کړئ چې د داعش غلچکي ترهګر د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په وژلو یا سر پرې کولو ویاړي.

موږ په دې هم پوهیږو چې د داعش مشران په سیمه کې تر ټولو ذهني بې ثباته او پسمانده ځوانان د خپلو ناوړه ګټو لپاره د باروتو او د سونګ د موادو په توګه کاروي، او په دی کار سره غواړی چی د خپلو بادارانو ته مریتوب ته ادامه ورکړی. دداعش دغه شیطانی کارنامه د ددی ډلی د ورستی نیول شوی ترهګرو د وضیعت څخه په ورایه معلومیږی. نوی او تازه خبرونه کاږی چی داعشی ترهګر الکساندر سکاټ مرکوریو چی ۱۸ که عمر لری او د امریکا په ایداهو ایالت کې نیولی سوی دی د داعش جعلي خلافت سره یوازی د نفرت پاللو لپاره بیعت کړی او د اسلام سره یی هیڅ تړاو ندرلودی. دغه لومړنی ملعومات د هغه د ټولنیزو شبکو د اکونټونو څخه تر لاسه سوی چی په هغه کی دغه ترهګر ویلی چی هغه ” د وینی تنده لری او وینه توهیدل غواړی ” و او یوازې “غوښتل یو څه تاوتریخوالی وکړي”. هغه دغه کار نه دخدای او نه د اسلام لپاره کړی.

بله ورته بېلګه په ايټاليا کې د يوه مفلسه تاجك داعشی ترهګر نيول دي. یاد شوی کس هم د داعش سره یوازی د مادیاتو لپاره اړیکی ساتلی او ترهګری یی کول. د د نیول کیدل د ایټالیا د روم په ښار کی په داسی حال کی تر سره سول چی ده د یو نړیوال هوایی شرکت په الوتکه کی سفر کاوه او د ښکته کیدو په محال ونیول سو. د جعلي او انټرنیټی خلافت تل د ضعیفو، بې وزلو، بې ثباته خلکو ښکار کړی، او د دوی د زیانونواو غم څخه په ټولنیزو رسنیو کې د د ګرافیکی سټیکرونو او انفوګرافیکونو لپاره استفاده کوی. په ټولټال کې، د خوارجو مشران د نورو له بدبختۍ څخه خوند اخلي او د دوی “فردی لیونیان” رواني ناروغان په زندانونو کې پراته دي او هیڅوک یې پروا هم نه کوي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش بی زړه مشران خپل کم عقله پیروان هڅوي ترڅو ملکي وګړي په نښه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*