پېښور کې ځانمرګی برید؛ شپږ کسان یې ټپیان کړي

پېښور کې ځانمرګی برید؛ شپږ کسان یې ټپیان کړي
پېښور کې ځانمرګی برید؛ شپږ کسان یې ټپیان کړي

د خیبر پښتونخوا پېښور په حیات اباد سیمه کې چارواکي وايي، د یوې چاودنې له کبله د پاکستاني امنیتي ځواکونو شپږ کسان ټپیان شوي دي.

پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله د پېښور کېنټ سیمې پولیسو یوه مشر (اې، پي) وقاص رفیق له قوله وايي، چاودنه د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شوې.

نوموړی پولیس افسر زیاتوي د ایف سي ـ نیمه پوځي ځواک د ګاډو کتار له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې ځانمرګی برید پرې شوی. د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ښکاري چې د پېښې په ځای کې یو بشپړ سوځېدلی ګاډی پروت دی.

ځايي پولیس وايي، پېښه کې ټپیان شوي کسان حیات اباد مډیکل کمپلکس نومي روغتون ته لېږدول شوي دي او په وینا یې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی دی.

ځايي پولیس وايي، دوی د پېښې په هکله معلومات راټولوي او په وینا یې داسې ښکاري چې ځانمرګي بریدګر غوښتل د امنیتي ځواکونو ګاډي په نښه کړي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې تېره اونۍ د بلوچستان په ژوب او سويي سیمو کې نامعلومو وسله والو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل، چې د چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو ۱۲ کسان پکې وژل شوي وو.

د پاکستاني امنیتي سرچینو په وینا د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې اته وسله وال بریدګر هم وژل شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پېښور کې ځانمرګی برید؛ شپږ کسان یې ټپیان کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*