پېښور کې چاودنه شوې او ځینې افغان ماشومان په کې ژوبل شوي 

په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي د پېښور په ښار کې د سړک په غاړه د ریموټ کنټرول بمب چاودنې کې ۷ تنه ژوبل شوي چې څلور یې ماشومان دي.

په سیمه کې پولیس چارواکي وايي چې د ابتدايي پلټنو په اساس چاودېدونکي مواد په یو کانکرېټي ځای کې اېښودل شوي وو. له سیمې څخه په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې په چاودنې کې د نږدې ودانیو کړکۍ هم ماتې شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې د ټپي شویو ماشومانو عمرونه د شپږو او ۱۷ کالونو ترمنځ دي او ښایي افغانان وي، د یو ماشوم په تن هم د ښوونځي لباس نشته، دا په دې مانا هم کېدای شي چې دا ماشومان د ښوونځي زده کوونکي نه دي.

یو ۱۷ کلن ژوبل شوی ماشوم جاوید خان د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل: «زه د سړک په غاړه توکي خرڅوم. زه چې سیمې ته ورسېدم، چاودنه وشوه.» دی،‌ چې چپس خرڅوي، وايي چې ژوبل شوي ماشومان یې هم خپلوان دي.

د روغتون مسئولین وايي چې د یو شپږ کلن ژوبل شوي ماشوم وضعیت ښه نه دی.

د پېښې ځای ته نژدې د ځینو نورو تعلیمي‌ ادارو تر څنګ، هغه پوځي ښوونځی هم شته چې شاوخوا نهه کاله مخکې وسله والو پرې برید وکړ او ۱۵۰ تنه چې اکثریت یې ماشومان وو، ووژل.

د پولیسو یو مشر کاشف عباسي وویل داسې ښکاري چې د برید هدف د پولیسو موټر و چې خپله عادي ګزمه یې کوله. شاوخوا دوې میاشتې مخکې، په پېښور کې په یوې بلې چاودنې کې هم یو سرتېری ووژل شو او یو بل ژوبل شو. تر دې دمه د دغه چاودنې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پېښور کې چاودنه شوې او ځینې افغان ماشومان په کې ژوبل شوي "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*