د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د خونړیو چاودنو لامل د برېښنا شارټي بللې

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په یوه مرکز کې له دوو خونړیو چاودنو یوه ورځ وروسته، د دغه هېواد پولیسو وویل، چې دا چاودنې د برښنا د شارټی له امله شوې وې، ترهګریز برید نه و.

آسوشېتد پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان پولیسو نن سه شنبه (اپریل ۲۵مه) په یوه بیان کې ویلي چې دا چاودنې، د برېښنا شارټ کېدو له امله رامنځته شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د سوات د سیمې قوماندان (ناصر محمود ساتي) هم په سوات کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر مرکز، د هر ډول بهرنۍ حملې خبره رد کړه.

د سوات تاسیساتو ځای کې د پوځي مهماتو ډیپو ساتل کیږي. د پېښې له سیمې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د پولیسو یوه مرکز او د پولیسو د مرکزي قوماندانۍ ډیپو هم په هغه ځای کې موقعیت لري.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پرون د سوات د ترهګرۍ ضد مرکز کې، د دوو چاودنو په پایله کې د ۹ پولیسو، ۲ ملکي وګړو او ۵ اورپکو په ګډون ۱۶ تنه هغه وګړي، چې تازه د تحقیقاتو لپاره نیول شوي وو، وژل شوي دي.

د سوات دره، د تحریک طالبان پاکستان یو له پخوانیو اډو څخه ده چې په ۲۰۰۷ کال کې له پراخو پوځي عملیاتو وروسته، د دغه هیواد پوځ هلته د وسله والو د ځپلو اعلان وکړ.

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په یوه مرکز کې له دوو خونړیو چاودنو یوه ورځ وروسته، د دغه هېواد پولیسو وویل، چې دا چاودنې د برښنا د شارټی له امله شوې وې، ترهګریز برید نه و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د خونړیو چاودنو لامل د برېښنا شارټي بللې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*