کابل او بشکک د اقتصادي همکاریو د پراختیا په درشل کې

💬0

کابل او بشکک د اقتصادي همکاریو د پراختیا په درشل کې

قزاقستاني رسنیو په یوه راپور کې ویلي، د دغه هېواد چارواکي هڅه کوي څو له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه چې اوس په کال کې تر  ۵۰۰ میلیونه ډالرو رسېږي، تر ۳ میلیاردو ډالرو پورې لوړه کړي.

د راپور له‌مخې، د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی چې دا مهال تر ډېره سوداګري د قزاقستان د صادراتو پر محور ولاړه ده چې غله، اوړه او کرنیز محصولات په‌کې شامل دي.

د قزاقستاني رسنیو په راپور کې راغلي: «قزاقستان غواړي په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره خپله سوداګري تر ۳ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي، په داسې حال کې چې دا شمېر اوس په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو رسېږي. د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې همکارۍ تر یوې نسبي باثباته کچې رسېدلې دي خو لا هم په پراخه توګه د قزاقستان د صادراتو په ګټه دي.

قزاقستان زیاتره توکي غنم، اوړه او پروسس شوي کرنیز محصولات افغانستان ته صادروي په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات محدود دي چې تر ډېره پکې  کرنیز محصولات او غالۍ شامل دي. د صادراتو او وارداتو دغه نا انډولي  ښيي چې له افغانستانه د وارداتو د پراخېدو او تنوع لپاره لا ډېر ظرفیت شته دی.»

ورته مهال، اقتصادي شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي وايي: «هغه امکانات چې قزاقستان یې لري، کولای شي د افغانستان له حکومت سره د اقتصادي زېربناوو په برخه کې مناسب فرصت په توګه حساب شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ کال په لړ کې ۵۶۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ کال په جریان کې ۵۶۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی چې له دې جملې ۵۵ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او ۵۱۰ میلیونه ډالره واردات دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالجبار صافی بیا په دې اړه وايي: «که موږ یوازې پر وارداتو تکیه وکړو او واردات مو له صادراتو زیات وي، نو له اقتصادي پلوه به د افغانستان لپاره ګټور نه وي. باید داسې لارې چارې ولټول شي چې کوم تولیدات کولای شي په اسانه بازار ته داخل شي او د هېواد د صادراتو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.»
 

تر دې وړاندې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو په غونډه کې  ویلي وو چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د افغانستان اړیکې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس د دې همکاریو د لا پراختیا زمینه برابره شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل او بشکک د اقتصادي همکاریو د پراختیا په درشل کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*