
کابل ښاریان د برېښنا میټرونو د وېش غوښتنه کوي
د کابل د ډېرو اوسېدونکو لپاره برېښنا ته لاسرسی یوازې د برېښنا شبکې په شتون پورې نه دی تړلی، بلکې د برېښنا د میټرونو نه وېشل هم د دوی پر یوه جدي ستونزه بدل شوی دی.
یو شمېر کابل ښاریان وایي، سره له دې چې د ورځنیو اړتیاوو لپاره برېښنا ته اړتیا لري، د برېښنا د میټرونو د وېش بهیر درېدلی او دا وضعیت یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.
د کابل اوسېدونکی، شاهد احمدي وایي: «هغه کورنۍ چې له کډوالۍ راستانه کېږي، نوي کورونه جوړوي. له برېښنا شرکت څخه غواړو چې د میټرونو وېش بېرته پیل کړي، ځکه خلک نوي کورونه جوړوي او باید د برېښنا له نشتوالي سره مخ نه شي.»
د کابل بل اوسېدونکي، احمد احسان وویل: «کله چې د کابل اوسېدونکي برېښنا شرکت ته مراجعه کوي، میټرونه نه ورکول کېږي.»
یو شمېر نورو ښاریانو هم د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه کړې ده.
د کابل یوه بل اوسېدونکي، دوست محمد وویل: «په هر کور کې ماشومان شته، هوا ګرمه ده او خلک برېښنا ته اړتیا لري. له برېښنا شرکت څخه غواړو چې د میټرونو وېش پیل کړي.»
خو د برېښنا شرکت وایي، د رییسالوزراء د مصوبې او د برېښنا د کمښت له امله د نویو میټرونو وېش درول شوی دی.
د برېښنا شرکت ویاند، محمدصادق حقپرست وویل: «اوس مهال د برېښنا د تامین پروژې په منظم ډول روانې دي. د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د کورني تولید برېښنا زیاته شي او له فعالېدو وروسته به د میټرونو وېش هم بېرته پیل شي.»
په وروستیو کلونو کې د کورونو د جوړولو بهیر زیات شوی او ورسره د کابل د اوسېدونکو د برېښنا اړتیا هم تر پخوا لوړه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "کابل ښاریان د برېښنا میټرونو د وېش غوښتنه کوي"