کابل کې د اوبو ناورین؛ م.م د څښاک اوبو د لا زیاتو کمېدو خبرداری ورکړی

💬0

کابل کې د اوبو ناورین؛ م.م د څښاک اوبو د لا زیاتو کمېدو خبرداری ورکړی

په وروستیو کلونو کې د څښاک اوبو کمښت د کابل ښار او د هېواد د یو شمېر ولایتونو د اوسېدونکو له جدي ستونزو څخه ګرځېدلی دی. د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د نفوسو زیاتوالی او اقلیمي بدلونونه د دې بحران د پراخېدو مهم لاملونه بلل کېږي.

په همدې حال کې، نړیوالو سازمانونو هم د افغانستان د اوبو د سرچینو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) وایي، کابل د سیمې له تر ټولو سختو اوبو بحرانونو سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام مشرې، سټیفني لوس، وویل: «کابل د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. دغه ناورین میلیونونه کسان اغېزمن کړي او د بېلابېلو لاملونو له امله اوس او راتلونکې کې د ښار او اوسېدونکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي. د نفوسو چټک زیاتوالی د اوبو پر سرچینو د اړتیا تر کچې ډېر فشار راوړی دی.»

 د دولتي اوبو رسونې او فاضلابو شرکت وایي، د اوبو د ناورین د کمولو هڅې روانې دي او څو سترې پروژې تر کار لاندې دي.

د دې شرکت د مسوولانو په وینا، له پنجشېر سینده کابل ته د اوبو د لېږد پروژه او د شاه‌توت بند پروژه له هغو مهمو پروګرامونو څخه دي چې د کابل د اوبو د اړتیا یوه برخه پوره کولای شي.

د کابل زون د اوبو رسونې او فاضلابو رییس، شفیع‌الله زاهدي، وویل: «د پنجشېر د پروژې د سروې او ډیزاین چارې څو ادارو ته سپارل شوې دي چې مشري یې د اوبو او انرژۍ وزارت کوي. کله چې پروژه بشپړه او قرارداد ته وسپارل شي، اوبه به کابل ښار ته ولېږدول شي او بیا به موږ ته وسپارل شي.»

 په همدې حال کې، د اوبو چارو کارپوهان هم کابل ته د پنجشېر له سینده د اوبو لېږد د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره یو مهم ګام بولي. د اوبو چارو کارپوه، نجیب‌الله سدید، وویل: «د پنجشېر د اوبو حوزه کابل ته تر ټولو نږدې او له اوبو ډکه سرچینه ده. د څېړنو له مخې، په دې حوزه کې درې مهم سیندونه؛ پنجشېر، سالنګ او غوربند بهېږي. دا حوزه کولی شي هر کال سل میلیونه مکعب متره اوبه کابل ته ولېږدوي، چې د پلازمېنې د څه باندې درې میلیونه اوسېدونکو د اړتیا لپاره بسنه کوي.»

 د څښاک اوبو کمښت د کابل د اوسېدونکو نوې ستونزه نه ده، بلکې کلونه کېږي چې خلک ورسره مخ دي. که څه هم د دې ستونزې د حل لپاره څو ځله هڅې شوې دي، خو تر اوسه یې بنسټیز حل نه دی موندل شوی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د اوبو ناورین؛ م.م د څښاک اوبو د لا زیاتو کمېدو خبرداری ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*