کابل کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره

په روان ژمي کې د اوږد ځنډ وروسته د یکشنبې په ورځ په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي د لومړنۍ واورې اورښت پیل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د شنبې په ورځ جنورۍ (سلواغې اووم) د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د شنبې او د یکشنبې په ورځو د واورې او باران د اورښت اټکل کړی دی.

دغه وزارت ویلي چې په دغو ورځو کې به د ننګرهار، نورستان او نيمروز ولایتونو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې واوره او یا باران ووریږي.

کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې میرمن رافیلا یودیجه د خپل ایکس په پاڼه لیکي چې د اوږدې مودې وروسته په کابل کې د واورې او باران د اورښت په وریدلو باندې خوشالې ښودلې ده.

میرمن یودیچه ویلي: “زه هیڅکله د باران د اورښت لاندې دومره خوشاله نه وم . وروسته د ډیرو زیاتو میاشتو د اوبو د یو څاڅکې د پریوتو پرته مونږ بالاخره په کابل کې یو څه واوره او باران لرو”.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د روانې جنورۍ د میاشتې په یو راپورکې په افغانستان کې روان ژمی نسبتآ یو وچ او ګرم ښودلی اواندیښنه یې ښودلې چې که چیرې په دغه هیواد کې ژر د واورو او باران اورښت ونه شي نو دا هیواد به د سختې وچکالۍ سره مخ شي.

اوچا ویلي چې وچکالي به د للمي او اوبو لاندې کرهڼیزو فصلونو په ځانګړي ډول موسمي فصلونه چې په نغدو پیسو پلورل کیږي او هم د څړ ځایونو بیا زرغونه کیدو ته زیان ورسوي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې دا به په افغانستان کې د وګړو د بې ځایه کیدو سبب هم شي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورو او باران د اورښت پرته به دا هیواد ممکن یوه ډیره سخته وچالي تجربه کړي چې پایلې به یې ډیرې زیان لرونکي اوسي.

ملګري ملتونه وايي چې د تیرو دریو کلنو راهیسې د افغانستان اکثره برخې د وچکالۍ د اغیزو لاندې دي چې د اقلیم بدلون او د وچکالۍ اغیزو د افغان بزګرانو په ژوند باندې خورا زیاته اغیزه کړې او د هغوی کرهڼیزو محصولات یې ډیر کم کړي چې ورسره د څارویو لپاره خواړه او هم پخپله د بزګرانو د کورنیو د خوړو د کمیدو سبب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د راپور له مخې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي چې ددغه هیواد د نفوس ۳۵ فیصده جوړوي د سختې لوږې د حالت سره مخ دي.

یوناما د ډسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۰) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې اقلیم اغیزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو په ورځني ژوند اغیز کوي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” په دغه اعلامیه کې ویلي چې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، د اقلیم بدلون په ټولنه کې د ډېرو زیان منونکو خلکو پر روغتیا اغېز کړی او د بې وزلۍ، مهاجرت او بې ځایه کیدو لامل شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په هغو شپږ هیوادونو کې شامل دی چې د نورو هیوادونو پرتله د اقلیم د بدلون د ډیرو ناسمو اغیزو سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*