کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

💬0

کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون نن په کابل کې د اسلامي امارت د چارواکو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول ښودل شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، عطاءالله عمري، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د هېواد د ناخالص کورني تولید ۳۵ سلنه له کرنیز سکتور څخه ترلاسه کېږي.

هغه وویل: «د مالدارۍ په برخه کې هم له دودیزو لارو د عصري فارمونو پر لور حرکت پیل شوی دی. اوس مهال په ټول هېواد کې نږدې درې زره عصري د غواګانو او نورو څارویو فارمونه جوړ شوي، چې د غوښې او شیدو په تولید کې مهم رول لري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، وویل: «له ټولو سوداګرو مو غوښتنه دا ده چې سالمه سیالي وکړئ او داسې سیالي مه کوئ چې خپل ځان ته زیان ورسوي.»

چارواکو په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار پراختیا او د کورنیو تولیداتو د پلور د فرصتونو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیراحمد حقاني، وویل: «که غواړو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړو، اړینه ده چې د اړوندو وزارتونو ترمنځ همغږي پیاوړې شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، سیدکریم هاشمي، وویل: «موږ باید هڅه وکړو چې د افغانستان کرنیز محصولات یوازې د خامو موادو په توګه بهر ته ونه وځي، بلکې دننه هېواد کې یې پروسس وشي.»

په دې نندارتون کې له ۵۰ څخه زیاتو ایراني شرکتونو هم خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، علي‌رضا بېکدلي، وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت په دې نندارتون کې په ګډون سره له افغانستان سره د همکارۍ او پراختیا پر ژمنتیا ټینګار کوي.»

د افغانستان-ایران د ګډې سوداګرۍ خونې استازې، ندا کارګر، وویل: «دا نندارتون ډېر پیاوړی دی، ځکه شرکتونو په تخصصي او هدفمند ډول پکې ګډون کړی دی.»

ټاکل شوې دا نندارتون د اسد له ۲۰مې تر ۲۵مې دوام وکړي او د افغانستان د کرنیزو ظرفیتونو د معرفۍ، د تجربو د تبادلې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*