ترکیه د افغانستان د کانکور سیستم نوی کوي

کانکور

په کابل کې د ترکیې سفیر ويلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراخول او په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د وړتیاوو لوړول غواړي. کانکور

​ په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال زیاته کړې؛ ترکیه غواړي له افغانستان سره په هره برخه کې اړیکې پراخې کړي، چې د پوهنې مسله یې لومړیتوب دی. مونږ غواړو له افغانستان سره خپلې څو کلنې تجربې شریکې کړو او د ظرفیت لوړولو ته ډېر ارزښت ورکړو.

ترکیه غواړي له کابل سره خپلې څو کلنې تجربې هم شریکې کړي.

د ترکیې ملي ازموینو ادارې مرستیال یل شینګون څرګنده کړې؛ مونږ د ازموينې په برخه کې څو کلنه تجربه لرو، دقت او سمون زمونږ په اصولو کې تر ټولو اړین اصل دی. مونږ هر کال له پېنځه زره څخه زياتې پوښتنې له تکرار پرته چمتو کوو او غواړو دا تجربه له افغانستان سره شريکه کړو.

دغه راز د افغانستان د ازموینو ملي ادارې مشر ويلي، دوی د پوهنې په برخه کې له ترکیې څخه د نورو ډېرو مرستو او همکاریو غوښتونکي دي او غواړي، چې د ترکیې له تجربو ګټه واخلي.

کانکور

د ازموینې ملي ادارې رییس عبدالباغي حقاني وایي دوی د ترکیې هېواد له مشرانو او چارواکو څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې د نورو مرستو او همکاریو غوښتونکي دي او غواړي، چې په افغانستان کې د ترکیې له پرمختللي سیستم څخه کار واخلي او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

ویل کیږي، چې دوی د ازموينو په اړه د بودجې او اسانتياوو له کمښت سره مخ دي او دا مهال غواړي هندی سيستم ترکي سیستم ته واړوي.

د ازموینې ملي ادارې رییس عبدالباغي حقاني وایي دوی د ترکیې هېواد له مشرانو او چارواکو څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې د نورو مرستو او همکاریو غوښتونکي دي او غواړي، چې په افغانستان کې د ترکیې له پرمختللي سیستم څخه کار واخلي او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکیه د افغانستان د کانکور سیستم نوی کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*