کراګران هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت ته اندېښمن دي

💬0

کراګران هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت ته اندېښمن دي

په کابل کې یو شمېر کارګران لا هم د کاري فرصتونو له کمښته د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې مخکې ټاکل شوې وه کارګران قطر ته واستول شي، خو تر اوسه د هغوی برخلیک هم نه‌دی روښانه شوی.

د یادونې ده چې نږدې اته میاشتې کېږي قطر ته د کارګرو د لېږلو لپاره نوملیکنه شوې، خو لا هم معلومه نه ده چې دا کسان به کله یاد هېواد ته ولېږل شي.

کابل کې د شېرزي په نوم یوه کارګر وویل: «په افغانستان کې د کار فرصتونه ډېر محدود دي، پروژې نشته، کارونه ډېر کم دي. قطر ویلي وو چې کارګران به وړي، خو تر اوسه د هغو کسانو برخلیک چې نوملیکنه یې کړې وه، معلوم نه دی.»

د شاه‌محمود په نوم یوه بل کارګر وویل: «که په یوه اونۍ کې دوه ورځې کار پیدا کړم، نورې ورځې راځم د سړک غاړې ته کښېنم، ورځ تېره شي او بېرته کور ته ځم. له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو، په ځانګړې توګه د کارګرو لپاره، ډېر کاري فرصتونه برابر کړي.»

بل لور ته، د روسیې دولتي خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له قوله راپور ورکړی چې مسکو او کابل د کارپوهانو په کچه روسیې ته د افغان کډوالو د کار لپاره د جذب امکان ارزوي.

د راپور له مخې، ضمیر کابلوف ویلي چې تر اوسه کومه مشخصه هوکړه نه ده شوې، خو په دې برخه کې تخنیکي اړیکې روانې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، سید مسعود وايي: «که کارګران له یوه ځایه بل ځای ته ځي، باید د رسمي قراردادونو له لارې ولېږل شي. دا به د کارګرو لپاره ګټور وي، عاید به رامنځته کړي او د هېواد په ملي عوایدو کې به هم مرسته وکړي.»

دغه راز، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي په کور دننه او بهر، د کارګرو د رسمي لېږد له لارې، د کار زمینه برابره کړي.

د دې وزارت د ویاند په وینا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران او عمان هم له دې وزارت سره په اړیکه کې دي او د کارګرو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع‌الله ابراهیمي وویل: «په دې برخه کې له قطر سره یو رسمي تړون هم تر کار لاندې دی. دغه راز سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران او عمان هم له مسوولینو سره په اړیکه کې دي. هڅه دا ده چې د کارګرو ستونزې حل شي او په راتلونکې کې افغان کارګرو ته په قانوني ډول په نورو هېوادونو کې د کار زمینه برابره شي، چې له هغو څخه یو هم د روسیې فدراسیون دی.»

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د قطر سفارت شارژدافیر له طلوع‌ نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې قطر ته د افغان کارګرو لېږد د ۲۰۰۹ کال د هوکړې پایله ده او ټینګار یې کړی وو چې د دې هوکړې عملي چارې په ۲۰۲۲ کال کې تایید شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کراګران هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت ته اندېښمن دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*