کربي: القاعده په افغانستان او نورو سیمو کې کمزورې ده، خو د هېڅ ترهګرې ډلې ګواښ بابیزه نه ګڼو

امریکایي چارواکو په افغانستان کې د القاعده ډلې د موجودیت او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په هکله په خپل لومړي غبرګون کې ویلي دي چې القاعده په افغانستان او نورو ځایونو کې یو کمزوری سازمان دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي چې طالبان له القاعده سره نژدې روابط لري، د دې ډلې ځينې لوړ پوړي مشران په افغانستان کې دي، «القاعده په افغانستان کې اته نوي تعلیمي مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې د غزني، لغمان، پروان او ارزګان په ولایتونو کې» او دا ډله په پنجشیر کې د وسلو یو ډیپو هم لري.

امریکا غږ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د دغه راپور په اړه وپوښته، هغه وویل چې د دې راپور په اړه خبر دي خو «القاعده په افغانستان او نورو ځایونو کې یو کمزوری سازمان» دی.

جان کربي وویل د القاعده رښتینی ګواښ داسې یو څه دی چې په سیمه کې د الشباب ډلې په څېر نورو ترهګرو ډلو ته هم انتقالېږي او باید په دې اړه د امنیت شورا راپور ته کتنه وشي.

جان کربي زیاته کړه: «زه څه نه لرم چې په دې ور زیات کړم، خو زموږ استخباراتې ډلې ارزوي چې القاعده په داسې یو دریځ کې نه ده چې د متحدو ایالتونو په خاورې باندې لوی بریدونه وکړي.»

د امنیت شورا په راپور کې دا هم راغلي دي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅو د دواړو خواو ترمنځ اختلافات زېږولي دي.

راپور وايي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې یو غړی حکیم المصري د دغې ډلې د روزنیزو کمپونو او د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مسوول دی. پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان باندې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي.

ملګرو ملتونو او امریکایي چارواکو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت او ګواښونو په اړه خبر ورکړی و.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون یو شرط دا دی چې طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي. طالبان وايي چې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور کې همدغه راز د داعش-خراسان ډله لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ بلل شوې، خو طالبان ادعا کوي چې دا ډله یې ځپلې ده.

جان کربي د ترهګرو ډلو ګواښونو ته په کتو وویل چې دوی «د نړۍ په هېڅ یوې برخې کې ترهګریز ګواښ بابیزه نه ګڼي» او په خبره یې «الظواهري او د داعش نور مشرانو مو په وروستیو اوونیو او میاشتو کې وژلي» دي.

امریکایي مقاماتو د ۲۰۲۲ د جولاۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وژلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کربي: القاعده په افغانستان او نورو سیمو کې کمزورې ده، خو د هېڅ ترهګرې ډلې ګواښ بابیزه نه ګڼو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*