د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د انګلنډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

کرکټ الف

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د ضیا‌ءالرحمن اکبر د هیټریک په مرسته د سه شنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۴) د انګلنډ له الف لوبډلې (انګلند لاینز) څخه درې ورځنۍ لوبه وګټله.

دا تمریني لوبه د یکشنبې په ورځ په ابوظبي کې پيل شوې وه. د انګلنډ الف لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. جیمز ریو یې تر ټولو ډېرې ۵۲ منډې وکړې او افغان توپ اچوونکي ضیاء الرحمن اکبر څلور لوبغاړي اوټ کړل.

د افغانستان الف لوبډلې یې په ځواب کې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۴ منډې وکړې او په انګلنډ باندې ۳۷ منډې مخکې شوې. کپتان اکرام علي خېل تر ټولو ډېرې ۵۶ منډې وکړې.

په دریو ورځنیو لوبو کې هم د څلورو ورځنیو او پنځو ورځنیو لوبو په څېر، هره لوبډله دوې پاڼۍ لوبې کوي.

انګلنډ لاینز په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۱۸۳ منډې وکړې او په دې ترتیب افغان الف لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه چې هغوی دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان توب اچوونکو کې ضیاءالرحمن اکبر تر نورو ښه وځلېده. دغه چپ لاسي ورو توپ اچوونکي په دویمې پاڼۍ کې په دریو پرلپسې توپونو درې کسان وسوځول چې په کرکټ کې یې هیټریک بولي. ده په دغې لوبې کې ۱۰ ویکټې واخیستې.

دا لومړی ځل و چې د افغانستان او انګلنډ د کرکټ الف لوبډلو له یو بل سره سیالۍ وکړې. دا یوه تمریني لوبه چې د لوبډلو په درجه بندۍ باندې کوم اغیز نلري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د انګلنډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*