کرېکټ؛ د بنگله دیش لوبډلمشر له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ

کرېکټ؛ د بنگله دیش لوبډلمشر له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ
کرېکټ؛ د بنگله دیش لوبډلمشر له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ

د بنگله دیش د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان تمیم اقبال په سملاسي توگه له هر ډول نړیوالو لوبو د تقاعد اخیستو اعلان کړی. دا اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان لوبډله له بنگله دیش سره لوبې لري او لومړۍ لوبه یې ترې گټلې ده.

تمیم اقبال چې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو، لوبډلمشر وو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «تیره ورځ د افغانستان پر وړاندې لوبه زما وروستۍ نړیواله لوبه وه.» هغه په سملاسي توگه له هر ډول نړیوالو لوبو څخه د تقاعد اخیستو اعلان وکړ.

د بنگله دیش د کرېکټ ملي لوبډلې، لوبډلمشر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له نړیوال کرېکټ سره خدای پاماني اعلان کړه
د بنگله دیش د کرېکټ ملي لوبډلې، لوبډلمشر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له نړیوال کرېکټ سره خدای پاماني اعلان کړه

هغه په اوښکو ډګو سترگو دغه اعلان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړ چې په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې خپریدی.

هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې «د دې پریکړې تر شاه کوم ناڅاپی علت نه شته او له یوه وخت راهیسې مې په دې هکله فکر کاوه. څو ورځې دمخه ما په دې هکله د خپلې کورنۍ له غړو سره خبري کړي دي. زما په فکر دا دې پریکړې له پاره سم وخت وو.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تمیم اقبال خپله دغه پریکړه دوه ورځې وروسته له هغې وکړه چې د افغانستان پر وړاندې د درو لوبو لړۍ په لومړي لوبه کې یې د لوبیدو اعلان وکړ. هغه له دې کبله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو چې د هغه وخت له سختو انتقادونو سره مخامخ شو چې سل په سله تندرست نه وو.

د بنگله دیش د کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن هم د انتقاد کوونکو په سر کې وو او د لوبغاړو مسلکیتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی وو.

تمیم اقبال د افغانستان پر وړاندې لوبه کې په ۲۱ توپونو ۱۳ منډې کړې وې. افغانستان دغه لوبه په ۱۷ منډو وګټله.

۳۴ کلن تمیم اقبال د بنگله دیش له پاره په ۲۴۱ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۸۳۱۳ منډې کړې وې چې پکې ۱۴ سلیزي هم شاملې وې. دا د یوه بنگله دیشي لوبغاړي تر ټولو زیاتې منډې دي. تمیم اقبال په ۲۰۲۲م کال کې له ۲۰ اوریزو هم تقاعد اخیستی وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ؛ د بنگله دیش لوبډلمشر له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*